Partial vote recount ordered in Kandahar

 
کندهار (پژواک ٢٧ ورى ٩٣): د کندهار ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون د يو شمېر ټاکنيزو مرکزونو او محلونو د هغو صندوقونو د رايو بيا شمېرنه پيل کړې، چې د درغليو شک ورباندې کېږي.
د رايو د بيا شمېرلو چاره د نوماندانو د استازو، خبريالانو، د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ د غړو او د ټاکنيزو کمېسيونونو د نماينده ګانو پر وړاندې ترسره کېږي چې د چارواکو په وينا دغه لړۍ به تر نږدې يوې مياشتې دوام وکړي.
د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس انجنير عبدالهادي داوري د وري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د رايو د بيا شمېرلو چاره يې د مرکزي دفتر په غوښتنه پيل کړې ده.
هغه زياته کړه، تر دې مهاله د کندهار ښار او ځينو ولسواليو غورک، دامان او پنجوايي د ټاکنيزو مرکزونو او محلونو د ٢٤ صندوقونو رايې بيا شمېرل شوې دي.
د ده په خبره، د صندوقونو د رايو د بيا شمېرلو پايلو د لومړي ځل شمېرل شوو رايو له مجموعي شمېرې سره ډېر کم تفاوت درلود او يوازې ١٢ رايې داسې وې، چې بايد نه واى شمېرل شوې.
داوري وايي، د تر شک لاندې ټاکنيزو مرکزونو او محلونو د رايو د بيا شمېرلو لړۍ به تر يوې مياشتې پورې وغځېږي او هڅه يې دا ده چې دغه چار د نوماندانو د استازو او رسنيو پر وړاندې ترسره کړي.
هغه دا هم وويل، چې د رايو د بيا شمېرلو پر مهال به د درغليو او تقلب موارد په ګوته کوي، تر څو په اړه يې قانوني کړنې وشي.
بلخوا د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون مسوول مړوند وزير وايي، چې په دغه ولايت کې يې ٢٠٠ ټاکنيز شکايتونه ثبت کړي دي، چې ٩٨ يې يوازې د ولسمشرۍ د کانديدانو په اړه دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، ډېر ثبت شوي شکايتونه د ټاکنو د کمېسيون د کارکوونکو، د نوماندانو د ناظرينو، امنيتي ځواکونو او نورو په اړه دي، چې د مشخصو کانديدانو په ګټه يې سرغړونې کړې او يا يې هم د مشخصو کانديدانو ناظرينو ته اجازه نه ده ورکړې چې ټاکنيزو مرکزونو او محلونو ته دننه شي.
وزيري زياتوي، چې د ولسمشرۍ د کانديدانو په اړه ثبت شوي شکايتونه مرکز ته لېږل شوي او د څېړنې او ارزونې کار به يې همالته ترسره کېږي.
خو هغه زياته کړه، چې په دغو شکايتونو کې ٢٣ يې داسې دي چې د ټاکنو پر پايلو اغېز درلودلاى شي.
ده دغه راز وويل، چې د ولايتي شورا د کانديدانو اړوند د شکايتونو د څېړلو چاره يې پيل کړې او هغه يې اولويت بندي کړي دي.
د کانديدانو استازي او خلک د ټاکنو د کمېسيون د دغه اقدام ستاينه کوي او غوښتنه کوي چې د رايو بيا شمېرنه دې په دقيقه او شفافه توګه تر سره شي، تر څو د پاکو او ناپاکو رايو تر منځ توپير وشي.
د کندهار ښار د کابل شاه سيمې اوسېدونکي عبدالجبار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ټاکنو د پايلو په اړه له خلکو سره زياتې اندېښنې دي، په کار ده چې ټاکنيز کمېسيونونه د خلکو د رايو درناوى وکړي.
هغه زياته کړه، خلک له امنيتي ګواښونو او تهديدنو سره سره په پراخه کچه راووتل او د ټاکنو په ورځ يې خپلې رايې د دې لپاره وکارولې چې خپل برخليک وټاکي او په هېواد کې مثبت بدلون راشي.
دى وايي، که ټاکنيز کمېسيونونه په ټاکنو کې شوې درغلۍ په سمه توګه و نه څېړي او پاکې رايې له ناپاکو بېلې نه کړي، نو نه يوازې چې بېلابېلې ستونزې به وزېږي، بلکې په اوږدمهال کې د ټاکنو پر پروسې هم اغېز ولري او بيا به خلک پر دغه ديموکراتيک جريان هيڅ باور نه کوي.
په ټوليزه توګه د هېواد په کچه تر دريو زرو پورې ټاکنيز شکايتونه ثبت شوي اړوندې ادارې يې د څېړلو ډاډ ورکوي.
په همدې موخه د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د صندوقونو د رايو د بيا شمېرلو لړۍ پيل شوې چې د څه مودې لپاره به دوام وکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.