PAN holds workshops on civic journalism

 
کابل (پژواک ١٢ ورى ٩٣): د پژواک خبري اژانس له خوا له ټاکنو د څار په موخه په ځينو نورو ولايتونو کې هم د ولسي ژورنالېزم په اړه ورکشاپونه جوړ شول او له ګډونوالو يې وغوښتل شول، چې د ټاکنو پر مهال د درغليو او سرغړونو په رابرسېره کولو همکاري وکړي.
دغه ورکشاپونه، چې په کې لسګونو کسانو برخه اخيستې وه، په ولايتونو کې د پژواک خبري اژانس په سيمه ييز دفترونو کې جوړ شوي وو.
د کندهار ولايت په ورکشاپ کې د ښار، ارغنداب، ډنډ، دامان، سپين بولدک او د نورو سيمو ٣٥ ځوانانو ګډون کړى و، چې له ډلې يې ١٠ تنه ښځينه وې.
د دغه ورکشاپ له لارې ولسي ژورنالېستانو ته وښودل شوه، چې څنګه د ټاکنو په ورځ د درغلۍ او سرغړونو مخه ونيسي او په اړه يې له پژواک خبري اژانس سره معلومات شريک کړي.
په کندهار کې د پژواک ځايي خبريال بشير احمد نادم ګډونوالو ته وويل، چې دغه ګام په هېواد کې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو په موخه اخيستل کېږي او هر افغان بايد د خپل ملي رسالت له مخې په دې ملي پروسه کې هر ډول درغلۍ او تخطۍ رابرسېره کړي.
د ولسي ژورنالېستانو له ډلې فضل احمد انيس د پژواک اژانس دغه اقدام وستايه او ويې ويل، دا لومړنۍ خپلواکه رسنۍ ده، چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ورځنيو تودو پېښو په اړه د خبرونو، راپورونو او معلوماتو د خپرولو تر څنګ اوس د ولسي ژورنالېستانو پر مټ پر ټاکنو د څار لړۍ پيلوي.
هغه زياته کړه، کېداى شي بېلابېل ارګانونه له ټاکنو څارنه وکړي، خو په دې برخه کې به د پژواک د دغه اقدام اغېزمنتيا ځکه زياته وي، چې په دې برخه کې د درغليو او سرغړونو په اړه معلومات نه يوازې د خپلې رسنۍ، بلکې د نورو ټولنيزو شبکو له لارې له ټولې نړۍ سره شريکوي.
د مرينا په نوم د ورکشاپ يوې برخه والې هم وويل، چې د خپل وس مطابق به د ټاکنو په بهير کې د درغليو او سرغړونو مخنيوى کوي او معلومات به ترې ورکوي.
هغې له پژواک اژانس څخه مننه وکړه، چې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو په موخه يې د درغليو او سرغړونو په اړه د معلوماتو ورکولو تر ټولو اغېزمنه وسيله او زمينه برابره کړې ده.
د غه راز همدا ډول ورکشاپونه په پکتيا، بلخ، ننګرهار، غزني، باميان او هرات ولايتونو کې هم جوړ شوي چې په کې لسګونو کسانو برخه اخيستې وه.
د يادونې ده، پژواک خبري اژانس (Pajhwok Afghan News) د ١٣٩٣ لمريز کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د خلکو د ګډون د کچې لوړولو په موخه د افغانانو د رايې په نوم (Afghans Vote) يوه خپلواکه، ازاده او بې پلوه ټولنيزه شبکه هم جوړه کړې ده.
په دې شبکه کې به ټول هېوادوال وکولاى شي، چې د ټاکنو په اړه خپل نظرونه، د سترګو ليدلى حال، راپورونه، مطالب، عکسونه او ويډيوګانې خپرې او وړاندې کړي.
پژواک د افغانانو رايې (www.afghansvote.af) د ټولنيزې شبکې په جوړولو کې له ټولنيزو رسنيو او معلوماتي ټکنالوجۍ څخه په ګټې اخيستو غواړي، خلکو ته په دې برخه کې په سمه توګه معلوماتو ته د لاسرسي او خپرولو په اړه ونډه ورکړي، چې موخه يې د ټاکنو په پروسه کې د خلکو ډېره ونډه اخيستل، د هغوى د اواز پورته کول، له نورو کسانو سره د سترګو د ليدلي حال شريکول او په ټاکنو کې د زياتو خلکو ونډه اخيستل دي.
پژواک غواړي، چې د دې شبکې له لارې په ځانګړي ډول د هېواد په لرې پرتو سيمو کې ټاکنيزې سرغړونې او درغلۍ، ثبت او خلکو ته وړاندې کړي او دغه شبکه د ټاکنو د څارونکو او ليدونکو تر منځ د همغږۍ لپاره يو پياوړى ميکانيزم رامنځته کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.