Police detain PC member in Zabul

 
کلات (پژواک، ١١ ورى ٩٣): امنيتي ځواکونو د زابل ولايت د ولايتي شورا يو کانديد نيولى او بندي کړى يې دى.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نيول شوى کانديد محمديعقوب نومېږي.
هغه زياته کړه، چې نوموړى د يوې حقوقي مسئلې په تړاو نيول شوى او دوسيه يې تر څېړنو لاندې ده.
د دغه ولايت يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل ، چې يعقوب سيوري وال د ملي امنيت د منسوبينو له خوا نيول شوى دى.
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه له يعقوب او يا هم د هغه له کورنۍ سره خبرې وکړې، خو ونه توانېد.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.