په کندهار کې د تر ګواښ لاندې ١٩ ټاکنيزو مرکزونو شمېر لسو ته ټيټ شوى

 
کندهار (پژواک ٦ ورى ٩٣): د کندهار ولايت چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د پرله پسې عملياتو په پايله کې د تر ګواښ لاندې ١٩ ټاکنيزو مرکزونو شمېر لسو ته راټيټ شوى دى.
 دغه څرګندونې په هغې خبري غونډه کې وشوې، چې نن د وري په ٦مه تر غرمې وروسته د ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر کې جوړه شوې وه.
 په دغه غونډه کې د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال، د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي، د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان ډګروال تېمور شاه، د درېيمې لوا قوماندان بريد جنرال مرتضى سروري او د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر انجنير عبدالهادي داوري ګډون درلود.
 په پيل کې د ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال وويل، چې له ټاکنو سره د هېواد ټولنيز، سياسي او اقتصادي پرمختګ تړلى، خو کورني او بهرني دښمنان دغه پرمختګ نه شي زغملاى، ځکه نو غواړي د ټاکنو پروسه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي.
 هغه زياته کړه، مخالفين له جوماتونو نيولې تر وېبپاڼو او رسنيو پورې له بېلابېلو وسيلو څخه په کارا خيستو د خلکو د روحيې د مړاوي کولو هڅه کوي او دغه راز په کليو او لېرې پرتو سيمو کې د خلکو تر منځ په دويم او درېيم لاس وېره خپروي.
 خو هغه ډاډ ورکړ، چې امنيتي ارګانونه د امنيت د ټيګښت لپاره شپه او ورځ کار کوي او د تېر په پرتله دولتي حاکميت د کندهار ښار تر څنګ تر اوولسو ولسواليو غځېدلى او ټاکنې به د امنيت په فضا کې تر سره کېږي.
 د کندهار د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر انجنير عبدالهادي داوري هم وويل، چې د امنيتي ارګانونو له خوا په جوړو شوو امنيتي پلانونو ډاډمن دى او هغوى د ټاکنيزو مرکزونو د ساتلو او د ښو ټاکنو د تر سره کولو توان لري.
 هغه هيله وښودله، چې امنيتي ارګانونه به وتوانېږي چې د ټاکنو تر ورځې له ګواښ سره د مخامخ ټاکنيزو مرکزونو امنيت خوندي کړي.
 نوموړي د بېلګې په توګه د ميانشين ولسوالۍ ياده کړه، چې دوه ټاکنيز مرکزونه په کې تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.
 داوري ډاډ ورکړ، چې د ټاکنو لپاره د کندهار ولايت په کچه په مادي، تخنيکي او د پرسونل له مخې بشپړ چمتووالى لري او لا هم ولسواليو ته د ځينو اړينو توکو د لېږلو چارې روانې دي.
 هغه د ټاکنو د پروسې د روڼوالي په موخه له رسنيو وغوښتل، چې ولسواليو ته سفرونه وکړي، له ټاکنيزو مرکزونو ليدنه وکړي، ترڅو ټاکنې په شفافه توګه ترسره شي.
 د کندهار ولايت د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي د ټاکنو د خونديتوب په موخه د ګډو افغان ځواکونو له خوا د پيل شوو چمتو درې عملياتو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې اوسمهال د دغو عملياتو ډېر تمرکز په خاکرېز، پنجوايي، ميوند او ژيړۍ ولسواليو کې دى.
 دى وايي، په دغو سيمو کې د وسله والو مخالفينو د فعالتيونو مخه نيول شوې او د تر ګواښ لاندې ١٩ ټاکنيزو مرکزونو شمېر اوس ١٠ ته راټيټ شوى، چې د دغو مرکزونو امنيت به هم د ټاکنو تر ورځې خوندي شي.
 هغه وويل، کورني او بهرني دښمنان به هڅه کوي، چې د ټاکنو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي، خو هغوى يې د مخنيوي توان لري.
 د ملي اردو د لومړۍ او درېيمې لوا قوماندانانو هم د چمتو درې عملياتو په لړ کې ډاډ ورکړ، چې د ميوند په بند تېمور، د خاکرېز په لام او چنار سيمو کې يې د ټاکنيزو مرکزونو امنيت خوندي کړى دى.
 هغوى وويل چې د ټاکنو تر ورځې به عمليات ادامه پيدا کوي او خلکو ته به د دې فرصت برابروي، چې په ډاډه زړه په ټاکنو کې برخه واخلي.
 ټاکل شوې ده چې د روان ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.