کندهار کې ټاکنيزې منډې ترړې چټکې شوي

 
کندهار(پژواک،٦ورى٩٣):د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د تېرو ټاکنو په پرتله ، ټاکنيزې منډې ترړې چټکې شوې دي.
 که يوه خوا په کندهار کې د ولايتي شورا او ولسمشرۍ د کانديدانو ټاکنيزو سياليو زور اخيستى، نو بله خوا بيا خلک د ناامنيو وروستيو پېښو اندېښمن کړي او په ټاکنو کې د برخې اخيستو په موخه د ټينګ امنيت غوښتنه کوي.
 دا چې تر ټاکنو د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي په کندهار کې د ولسمشرۍ د کانديانو تر څنګ په ځانګړې توګه د ولايتي شورا د کانديدانو ټاکنيزو سياليو زورا خيستى، خو ټاکنيزې منډې ترړې تر ډېره تر کندهار ښار پورې محدودې دي.
  د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې د چوڼۍ سيمې يوه اوسېدونکى محمد اجمل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ورځو کې په کندهار ښار کې د کانديدانو عکسونه، پوسټرونه او بيلبورډونه په زياته کچه تر سترګو کېږي.
 هغه زياته کړه، د دې تر څنګ د کانديدانو له خوا کمپايني غونډې هم ډېرې شوي او دغه راز په چاپي او غږيزو رسنيو کې هم د ولسمشرۍ او هم د ولايتي شورا د کانديدانو پوسټرونه او شعارونه تر سترګو کېږي.
 د نوموړي په وينا، د تېرو ټاکنو په پرتله دا ځل له ټاکنو سره د خلکو ليوالتيا زياته شوې او په دې تمه دي، چې دا ځل ټاکنې به د هېواد لپاره د يوه ښه بدلون پيلامه وي.
 د کندهار ښار د هرات بازار اوسېدونکى نذير احمد هم وايي، چې په دې وروستيو کې ورځ تر بلې په ښار کې د کانديدانو کمپاينونه چټک شوي او د تېر په پرتله د خلکو لېوالتيا هم زياته ده.
خو هغه په دې سربېره د هېواد په کچه وروستيو امنيتي پېښو ته په پام اندېښنه وښودله، چې ګواکې حالات خراب نه شي او د خلکو هيلې په اوبو لاهو نه شي.
 ده وويل: ((ډېرى ملګري او دوستان مې چې ناسته ولاړه ورسره لرم، وروستيو امنيتي پېښو وېرولي او اندېښنه لري.))
 هغه له امنيتي ارګانونو وغوښتل ، چې په ټول هېواد کې په خپل ټول توان د امنيت د ټينګښت لپاره کار وکړي او په ټاکنو کې د ډاډمن ګډون فرصت برابر کړي.
 بل خوا کندهار ښار ته د يو شمېر نږدې ولسواليو اوسېدونکي هم وايي، چې د ولسواليو په مرکزونو کې د ځينو کانديدانو د کمپايني منډو ترړو او پوسټرونو څرکونه تر سترګو کېږي، خو هومره نه دي، څومره چې په کندهار ښار کې دي.
 د پنجوايي ولسوالۍ تلوکان سيمې يوه اوسېدونکي صديق الله پژواک ته وويل، چې د يادې شوې ولسوالۍ په مرکز او بازار کې د ولايتي شورا د کانديدانو خال خال پوسټرونه تر سترګو کېږي.
 خو هغه وويل، چې د ولسمشرۍ د کانديدانو هيڅ پوسټر يې نه دى تر سترګو شوى.
 د دې تر څنګ د سپين بولدک، دامان، ارغنداب، ډنډ، تخته پُل، ژيړۍ او ځينو نورو ولسواليو اوسېدونکو هم ورته خبره وکړه، خو د لرې پرتو ولسواليو لکه شاوليکوټ، خاکرېز، غورک، نېش، ميانشين، ښوراوک، ارغستان او نورو کې لا هم د کمپاينونو هيڅ درک نه لګېږي.
 د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي پژواک ته ومنله چې په ولسوالۍ کې يې ټاکنيزې منډې ترړې ډېرې کمې تر سترګو کېږي.
 هغه زياته کړه، له دې سره چې اوس مهال په دغه ولسوالۍ کې امنيت ښه شوى او په کليو کې يې سيمه ييز پوليس په دندو ګومارل شوي، خو بيا هم کانديدانو زړه نه دى ښه کړى، چې دغلته پراخ کمپاينونه وکړي.
 د نوموړي په خبره، د امنيتي ارګانونو له خوا د ټاکنو د خونديتوب په موخه تر دې مهاله په درېيو (چمتو يو، چمتو دوه او چمتو درې) عملياتو کې له لارو څخه د وسله والو مخالفينو له خوا زرګونه ايښودل شوي مانيونه ويستل شوي ، تر څو خلکو ته په تګ راتګ او په ټاکنو کې برخې اخيستو ته زمينه برابره شي.
 خو د ولايتي شورا يو شمېر کانديدان بيا وايي، چې په اوسنيو شرايطو کې يې ټاکنيز کمپاينونه يواځې تر ښار پورې محدود ساتلي، ځکه په ولسواليو کې حالات هغسې ډاډمن نه دي، څنګه چې يې دوى غوښتنه لري.
 د کندهار ولايتي شورا ته کانديد حاجي فدا محمد خان وايي، چې د کندهار په ځينو ولسواليو کې ټاکنيز کمپاينونه ترسره کېداى شي او په ځينو کې نه.
 هغه زياته کړه، په ډېرو سيمو کې نه خو کانديدان کمپاين کولاى شي او نه هم خلک لکه څنګه چې ښايي په ټاکنو کې برخه اخيستلاى شي.
 د سرينا فيضي په نوم د کندهار ولايتي شورا يوه ښځينه کانديده هم وايي، چې ناامني يې پر وړاندې لوى خنډ دى.
 هغې زياته کړه: ((سره له دې چې ناامني لويه ستونزه ده، خو زه په خپله تر دې مهاله درې څلورو نژدې ولسواليو ته تللې يم، هلته مې له قومي مشرانو او نورو سره غونډې کړې او هغوى مې هڅولي چې په ټاکنو کې زما ملاتړ وکړي.))
 د کندهار ولايت امنيتي مسوولين د خلکو د اندېښنو په اړه وايي، تر دې مهاله د سوېلي حوزې په څلورو واړو ولايتونو کې د ټاکنو د خونديتوب په موخه پيل شوي عمليات درېيم پړاو ته داخل شوي او شته تهديدونه له منځه وړل شوي، چې له مخې به يې ټاکنې په خوندي توګه تر سره شي.
 همدا نن د ولايت مقام په اوونيزه امنيتي غونډه کې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا له امنيتي مسوولينو د امنيتي حالت د ﻻښه والي غوښتنه وکړه.
 په دغه غونډه کې د والي تر څنګ د افغان او ايساف ځواکونو قوماندانانو د ټاکنو د کمېسيون رييس او يو شمېر چارواکو ګډون کړى و.
 د بېلابېلو امنيتي ارګانونو مسوولينو وويل، چې د حالاتو د ښه والي په موخه په کندهار ښار او ولسواليو کې امنيتي پلانونه ډېر کړي او د چاڼيزو عملياتو پر مهال يې ٣٨ تنه وسله وال نيولي دي.
 دغه راز په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو درستيزوال بريد جنرال سيد واقف شاه همدا اوس نه يواځې په کندهار، بلکې په ټول سوېل کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو او د ټاکنو د امنيت د خونديتوب په موخه د چمتو درې په نوم عمليات دوام لري او په دې لړ کې يې د وسله والو مخالفينو ډېر تهديدونه له منځه وړي دي.
 د هېواد په کچه د ولسمشرۍ د کانديدانو ټاکنيز کمپاين د ١٣٩٢ لمريز کال د سلواغې په ١٣مه او د ولايتي شوراګانو د کانديدانو ټاکنيز کمپاين د کب په ١٣مه پيل شوى و، چې د روان ١٣٩٣ لمريز کال د وري له ١٦مې دوه ورځې وړاندې به پاى ته ورسېږي.
 ټاکل شوې ده ، چې د روان ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې تر سره شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.