کندهار کې د ناامنۍ پېښې ډېرې شوي

 
کندهار (پژواک ٤ ورى ٩٣): په کندهار ولايت کې په داسې حال کې د نا امنۍ پېښې زياتې شوي، چې ټاکنيز کمپاينونه ګرم شوي او ټاکنو ته د ګوتو په شمېر څو ورځې پاتې دي.
 د ناامنيو پېښو د نوي لمريز کال ١٣٩٣ له پيل وروسته زور اخيستى، چې په کې ګڼ شمېر ملکي او نظامي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 په دې لړ کې تېره شپه د کندهار ښار د کارېز بازار په سيمه کې سپوږمۍ سالون ته څېرمه د ولايتي شورا د يوه کانديد سيداحمد سېلاب پر دفتر چاودنه شوې، چې د معلوماتو له مخې، يواځې يو تن په کې برسېرن ټپي شوى دى.
 يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې په پېښه کې د ياد کانديد يو ساتونکى هم ټپي شوى دى.
 خو د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانى وايي، چې په دې ساحه کې اېښودل شوى ماين د پوليسو له خوا کشف شوى او چاودنه يې ورکړې، خو هېڅ زيان نه لري.
 په خپله د ولايتي شورا کانديد سيداحمد سېلاب هم وايي، چې پر دفتر يې د لاسي بم بريد شوى، خو کوم زيان يې نه دى اړولى.
 هغه پر امنيتي وضعيت اندېښنه وښوده او له امنيتي ځواکونو يې د امنيت د ټينګښت غوښتنه وکړه.
 بل پلو نن (د وري ٤مه) له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د کندهار ښار شهيدانو څلورلارې ته څېرمه د اطلاعاتو او  فرهنګ رياست تر څنګ يو ځاى پر ځاى شوي ماين چاودېدلى، چې کوم زيان يې نه دى اړولى.
 د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانى دا هم د پوليسو له لوري د کشف شوي ماين چاودنه ګڼي او وايي چا ته يې زيان نه دى اړولى.
 دغه راز نن سهار شاوخوا لس بجې د پنجوايي ولسوالۍ پر يوه پوليس افسر د ناپېژانده وسله والو له خوا ډزې شوي او هغه يې ژوبل کړى دى.
 د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، په دې اړه پلټنې کوي، خو د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزى وايي، چې ټپي شوى پوليس افسر کندهار ښار ته په رخصتۍ تللى و، چې نامعلومو کسانو ورباندې ډزې کړي او هغه يې ټپي کړى دى.
 بل پلو تېره ورځ د کندهار ولايت د خاکرېز ولسوالۍ په لام سيمه کې د ملي اردو او وسله والو مخالفينو تر منځ په جګړه کې دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
 د خاکرېز ولسوال فضل محمد غريب شاه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  د ملي اردو سرتېرو غوښتل د لارې په اوږدو کې امنيتي پوستې جوړې کړي او دغه راز غورک ولسوالۍ ته اکمالات وکړي، چې وسله والو ورباندې بريد کړى او په جګړه کې دوه سرتېري وژل شوي او درې ټپيان شوي دي.
 خو د دې پېښې په اړه په خپله ملي اردو څه نه دي ويلي.
 د دې تر څنګ په همدې ورځ په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو پر موټريز کاروان د ماين چاودنه شوې وه، چې په کې يو ژباړن او څلور بهرني سرتېري ټپيان شوي وو.
 وړمه ورځ په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او په پنجوايي ولسوالۍ کې بيا څلور سيمه ييز پوليس تر مسمومېدو وروسته پر چړو وژل شوي وو.
 د ناامنيو دغه لړۍ د نوي ١٣٩٣ لمريز کال په لومړۍ ورځ په خاکرېز ولسوالۍ کې د نوي کال د نمانځلو په مراسمو کې له چاودنې را پيل شوه، چې په کې نهو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
 دغه پېښه شاه اغا زيارت ته څېرمه وشوه، چې په کې د کندهار ولايت مقام د دفتر د رييس ډاکټر پروېز نجيب او يوه سرتېري د وژل کېدو تر څنګ په کې د خاکرېز د امنيه قوماندان او د هغه د مرستيال په ګډون اوه تنه ژوبل شول.
 د نا امنيو دغو پېښو د کندهار د اوسېدونکو اندېښنې زياتې کړي او او په دې باور دي، چې که د نا امنيو نوې پيل شوې څپه را کابو نه شي، نو په ټاکنو کې د خلکو ګډون به تر خپل سيوري لاندې راولي.
 د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء درانى وايي، چې د امنيت د تامين او د ټاکنو د ښې ترسره کېدا په موخه د هغوى ګډ عمليات دوام لري او د اندېښنې وړ کومه خبره نشته.
 خو په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو درستيزوال بريد جنرال سيد واقف شاه بيا دا نه مني چې ګواکې د نا امنۍ پېښې زياتې شوې دي.
 دى وايي، همدا اوس نه يواځې په کندهار، بلکې په ټول سوېل کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو او د ټاکنو د امنيت د خونديتوب په موخه د چمتو درى په نوم عمليات دوام لري او په دې لړ کې يې د وسله والو مخالفينو ډېر ګواښونه له منځه وړي دي.
 ټاکل شوې ، چې د روان ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.