سوېلي زون کې به زر تنه ښځې د ټاکنو مرکزونو د ساتنې چارې پرغاړه ولري

 

 
کندهار ( پژواک، ١٤ کب ٩٢ ) : په سوېلي زون کې به د ټاکنو په ورځ څه باندې زر تنه ښځې د ټاکنيزو مرکزونو د تنظيم او ساتنې چارې پرغاړه ولري.
 په دې اړه د کب په ١٤مه، په کندهار ولايت مقام کې غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د کورنيو چارو وزارت د ښوونې او روزنې د عمومي قوماندانۍ مدير مل پاسوال محمد يوسف نظري، د کندهار د امنيه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې مدير سمونوال عبدالله جان، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس انجنير عبدالهادي داوري، د ښځو چارو رييسې رقيې اڅکزۍ او د پوهنې رياست استازيو ګډون کړى و.
 د کورنيو چارو وزارت د ښوونې او روزنې د عمومي قوماندانۍ مدير مل پاسوال محمد يوسف نظري وويل، په پلان کې لري، چې د ټاکنو د ورځې لپاره د ټاکنيزو مرکزونو د نظم او ساتنې په موخه ١٠١٠ تنه ښځينه پرسونل وروزي.
 هغه زياته کړه، د ښځينه پرسونل د روزنې چارې د کورنيو چارو وزارت او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له خوا تر سره کېږي.
 نوموړي له اړوندو مسوولينو غوښتنه وکړه ، چې په کندهار کې دې ورته ٤٨٨ ښځې، دايکنډي کې ٣٣٦ ښځې او اروزګان دې  ١٠٠ تنه ښځينه ور وپېژني، تر څو د روزنې چارې يې پيل  شي.
د ده په خبره، دغو مېرمنو ته به د ټاکنو په ورځ له رايه اچوونکو سره د چال چلند اصول ښودل کېږي.
 د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د انتخاباتو د ښه تر سره کېدو لپاره دا يو مهم ګام وګاڼه، خو غوښتنه يې وکړه، چې دغو مېرمنو ته دې د نظامي زده کړې تر څنګ د ټولنيزو مسايلو په اړه پوهه ورکړل شي.
 نوموړي د ټاکنو په ورځ د ټاکنيزو مرکزونو د تنظيم په موخه د ښځو ونډه مهمه وګڼله او ويې ويل چې په دې توګه به مېرمنې وکولاى شي په ښه او خوندي چاپېريال کې خپلې رايې وکاروي.
 د کندهار د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د رايې ورکولو لپاره ٢٤٤ مرکزونه په پام کې نيول شوي، چې د ټاکنو په ورځ به د خلکو پر مخ پرانيستي وي.
 د ټاکنو د امنيت د خونديتوب په مخه په دغه ولايت کې لا له وړاندې عمليات پيل شوي او اوس درېيم پړاو ته داخل شوي، چې د مسوولينو په وينا ، د شته ګواښونو مخه يې نيولې ده.
 ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه،  ترسره شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.