Meddling in polls won’t be allowed: Alizai

کابل (پژواک، ۶ کب ۹۲) : د بادغيس والي وايي ، چې په ټاکنو کې د خلکو د پراخه ګډون په موخه په بادغيس کې ځانګړی امنيتي پلان په پام کې نيول شوی او له دولتي مامورينو يې وغوښتل، چې په دې ملي پروسه کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
دغه څرګندونې د بادغيس والي احمد الله عليزي د کب په ۶مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانکړې مرکه کې وکړې.
نوموړي زياته کړه، چې په ياد ولايت کې به ټاکنې دامنيت په فضا کې ترسره شي او چاته به ددې اجازه ورنه کړل شي، چې په دغه ملي بهير کې لاسوهنه وکړي.
عليزي وويل، چې په بادغيس کې د رايې اچونې ٤٤ مرکزونو څخه يې اوه له امنيتي ګواښ سره مخ دي، خو په دې هڅه کې دي، چې د قومي مشرانو په همکارۍ دغه ستونزه حل کړي ، تر څو په ټول ولايت کې سرتاسري ټاکنې ترسره شي.
د بادغيس والي وايي، چې د بالامرغاب ولسوالۍ مشرانو ورڅخه غوښتي، چې په دغه ولسوالۍ کې د رايې اچونې ١٤ نور اضافي مرکزونه جوړشي، ځکه چې په ياده ولسوالۍ کې د رايې اچونې شته مرکزونه د هغوى لپاره بسنه نه کوي .
ده زياته کړه، چې د خلکو دغه غوښتنه به د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له چارواکو سره شريکه کړي .
عليزي وويل ، چې په بادغيس کې د ټولو امنيتي ارګانونو ترمنځ ښه همغږي شتون لري او د ياد ولايت د بېلابېلو سيمو قومي مشرانو او ځوانانو ورته ډاډ ورکړى، چې د ټاکنو د پروسې د امنيت په تامين کې به له حکومت سره هر ډول مرسته کوي.
والي په جدي توګه په بادغيس کې  له سيمه ييزو چارواکو وغوښتل، چې د ټاکنو په دغې ملي پروسه کې دې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي او که هر څوک په دغه پروسه کې لاسوهنه وکړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.
دی وايي: ((هېچا ته به ددې اجازه ورنه کړم ،چې له حکومتي امکاناتو او نفوذ څخه د يوه مشخص کانديد په ګټه کار واخلي.))
والي وويل ، ټاکنې يوه ملي پروسه ده او پکارده ، چې ښځې او نر دواړه پکې ګډون وکړي او د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.
احمد الله عليزی وايي،  دا مهال د بادغيس په بېلابېلو سيمو کې ٤٢ ټولګټو پروژو باندې کار روان دی، چې تر ټولو مهمه يې په دغه ولايت کې د باغک د کانال بيا رغونه ده.
والي په خپلو خبرو کې له ترکمنستان څخه بادغيس ته د لېږدېدونکې بريښنا څخه هم يادونه وکړه .
هغه زياته کړه، چې د راتلونکي کال د غويي په مياشت کې به يې د لېږد چارې بشپړې او د ولايت اوسېدونکي به د برېښنا له نعمت څخه برخمن شي.
عليزي وويل،  چې په بادغيس کې د ټولو قومونو او سياسي ګوندونو ترمنځ ښه همغږی موجوده ده او داسې کومه ستونزه نشته، چې هغه دې ملي يوالی زيانمن کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.