زابل او اروزګان کې يواځې دوې ښځې ولايتي شوراګانو ته کانديدې شوې

 
زابل او اروزګان (پژواک ٧ تله ٩٢): د سوېل او سوېل ختيځو اوو ولايتونو ولايتي شوراګانو ته تر اوسه يواځې ٢٠ ښځو ځانونه کانديد کړي دي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.
ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ته د کانديدانو د نوم ليکنې پروسه د وږي په ٢٥مه پيل شوې او د تلې تر ١٥مې به دوام وکړي.
په ولايتونو کې د ولايتي شوراګانو لپاره د کانديدانو د نوم ليکنې پروسه په ښه توګه روانه ده، خو د ښځو ونډه په کې کمرنګه ده.
د سول ختيځ پکتيکا ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ځايي مشر زراب ګل عاجز وايي، چې په دغه ولايت کې تر اوسه ٣٩ کسانو معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې دي.
هغه زياته کړه، چې د دې ولايت د ولايتي شورا د ٩ څوکيو لپاره ٣٦ کسانو نوم ليکنه کې چې له دې ډلې يواځې دوه تنه يې ښځې دي.
د عاجز په وينا، چا چې نوم ليکنه کړې په هغوى کې ځيني پخواني وکيلان هم شامل دي.
دغه راز د خوست ولايت د ټاکنو د کمېسيون چارواکي وايي، چې تر اوسه ٧٩ کسانو معلوماتي کڅوړې اخيستې خو يواځې ٣٢ کسانو نوم ليکنه کړې چې پنځه يې ښځې دي.
بلخوا د پکتيا ولايت د ټاکنو د کمېسيون مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې ٤٠ کسانو معلوماتي کڅوړې اخيستې دي، ٣٠ يې نوم ليکنه کړې او دوه په کې ښځې دي.
په سوېلي ولايت اروزګان کې تر اوسه ٣١ کسانو معلوماتي کڅوړې اخيستې دي.
د دغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ځايي دفتر مسوول عبيدالله عثمان پژواک ته وويل، ١٤ کسانو نوم ليکنه کړې چې يوه په کې ښځه ده.
دغه راز د کندهار د ټاکنو د دفتر مشر نجيب الله حقپرست پژواک ته وويل، چې تر دې مهاله ٧٥ کسانو فورمې تر لاسه کړې، چې ٩ تنه يې مېرمنې دي.
هغه زياته کړه، د دې کسانو له منځه ٢٢ کسان کانديد شوي، چې څلور يې مېرمني دي.
او د هلمند ولايت د ټاکنو مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې تر اوسه ١٠٠ کسانو معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې دي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې تر اوسه د اتو ښځو په ګډون ٦٠ کسانو معلوماتي کڅوړې اخيستې دي.
په هلمند کې د ټاکنو د ځايي دفتر مسوول انجنير عبدالهادي پژواک ته وويل، چې تر اوسه د شپږو ښځو په ګډون ٥٠ کسانو نوم ليکنه کړې ده.
سرچينې زياتوي، چې يواځې ١٠ کسانو نوم ليکنه کړې چې دوه په کې ښځې دي.
په زابل کې بيا دا پروسه ډېره کمرنګه ده، د دغه ولايت مسوولين وايي، چې تر اوسه ٢١ کسانو فورمې اخيستې، خو يواځې ٨ کسانو نوم ليکنه کړې چې يوه ښځه ده په کې.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ولايتي مسوولين وايي، چې دغه ځل د تېر ځل په پرتله د نوماندۍ شرايط ډېر او سخت شوي دي، ځکه کانديدان د دغو شرايطو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي.
د زابل د ټاکنو د ځايي دفتر مسوول قدرت الله نقشنبدي پژواک ته وويل، چې دغه ځل له کانديدانو ٦٠٠ کارتونه او د دوولسم ټولګي سند غوښتل کېږي، چې دا شرطونه نه وو.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.