35 ISAF supply trucks torched, 6 drivers killed

 
فراه (پژواک ٦ وږى ٩٢): د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د يوه بريد په ترڅ کې د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتي کاروان ٣٥ ټانکر سوځېدلي او لږ تر لږه ١٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام مهال د بالابلوک ولسوالۍ د فراه رود په سيمه کې رامنځته شوه.
د ده په وينا، په ياده سيمه کې بهرنيو ځواکونو ته د تېلو لېږدوونکي ٤٠ موټر ولاړ وو، چې پر يوه يې له ناڅرګند ځاى څخه د هاوان توغول شوې ګولۍ ولګېده.
هغه زياته کړه، چې له همدې امله لومړى يوه ټانکر اور واخيست او وروسته دغه اور نورو موټرو ته، چې خوا پر خوا ولاړ و وغځېد او په پايله کې يې ٣٥ ټانکر وسوځېدل.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د يادو موټرو ٦ چلوونکي وژل شوي او د موټر چلوونکو او کلينرانو په ګډون لس نور ټپيان دي.
خو د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند نجيب الله افغان بيا وايي، چې په دې پېښه کې د عامه نظم ١٥ پوليس ټپيان دي او څلور چلوونکي وژل شوي دي.
د عامه نظم پوليس د اکمالاتي کاروانونو د امنيت ساتنه پر غاړه لري.
د دغه بريد مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د تېرې زمري مياشتې په ٢٤مه هم د بالابلوک ولسوالۍ په ګوره ګز سيمه کې د وسله والو په يوه بريد کې د ايساف ځواکونو لږ تر لږه څلور اکمالاتي ټانکر سوځېدلي وو.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.