2 foreign workers of AKDN kidnapped

 
دويم تعقيب: باميان (پژواک ٣٠ زمرى ٩٢): په باميانو ولايت کې د وسله والو له خوا د دوو تښتول شوو بهرنيانو د راخوشې کولو لپاره هڅې دوام لري.
د باميانو امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق ايلخاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه دوه بهرني وګړي پرون د باميانو ښار او بند امير تر منځ سيمه کې تښتول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د تښتوونکو په موندلو پسې يې لټه پيل کړې او پوليس پوره هڅه کوي، چې ياد کسان د برمته کوونکو له بنده راخلاص کړي.
هغه د تښتوونکو هويت په ډاګه نه کړ، خو د باميانو امنيه قوماندانۍ وياند څارمن محمدحسن نن غرمه وويل، چې تښتول شوي يوه کاناډايۍ مېرمن الينا او بل هم د پاکستان تبعه اشرف اقبال دى.
هغه زياته کړه، چې تښتوونکو د دوى يو لنډکروزر موټر د يکاولنګ او سيغان ولسوالۍ ترمنځ په دوشاخ غره کې سوځولى او بل يې په همدې سيمه کې امنيتي ځواکونو ته جوړ په لاس ورغلى دى.
د محمدحسن په خبره، تښتوونکو د دغو موټرو چلوونکي وهلي ډبولي او ښايي له دوو بهرني وګړو سره يوځاى په غرونو کې وي.
د امنيه قوماندانۍ وياند زياته کړه: "له تښتوونکو څخه د دوى د خوشې کولو هڅې دوام لري."
سيمه ييز چارواکي وايي، چې په دغه تښتونه کې غير قانونى وسله وال ښکېل دي.
د باميانو د ولايتي شورا رييس مولوي يوسف مظهري، چې د سيغان ولسوالۍ اوسېدونکى دى، وايي، امکان لري ياد بهرني وګړي د تښتوونکو له خوا د پيسو او د باميانو ولايت د بدنامولو لپاره تښتول شوي وي.
په کابل کې د اغا خان پراختيايي موسسې (ايکيدن) د اړيکو مسوول احمد مسلم خرم په کابل کې پژواک ته وويل، چې د تښتول شوو وګړو په اړه د باميان ولايت چارواکو خبرې د هغوى خپل کار دى، خو ايکيدن د تښتول شوو کسانو په اړه د پخلي او رد په اړه څه نه وايي.
دا لومړى ځل دى، چې په باميانو ولايت کې د يوې بهرنۍ موسسې کارکوونکي تښتول کېږي.
بند امير د باميانو ښار شمال ختيځ ته په ٧٢ کيلومترۍ کې موقعيت لري او د ورځې سلګونه کورني او بهرني سيلانيان له دې ښکلې او زړه راښکونکې سيمې ليدنه کوي. ياد پارک دوه کاله وړاندې د افغانستان د ملي پارک په نوم نومول شوى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.