Explosives-laden van seized in Bamyan

باميان (پژواک، ٢١ زمرى ٩٢): پوليسو د باميانو ښار په ورودي دروازه کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر کشف او په تړاو يې يوتن نيولى دى.

د باميانو امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق ايلخاني وايي، چې دغه چاودېدونکي توکي ټولټال ١٣٤٨ کيلو ګرامه دي، چې پکې ٢٦ بورۍ باروت او يوه بورۍ تروتېل شامل دي، چې په يوه فلاينکوچ ډوله موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، ممکن دا چاودېدونکي توکي په باميانو کې په ورانکارو کړنو کې کارول شوي واى، خو هغه تن، چې په دې تړاو نيول شوى، په خپلو اعترافاتو کې ويلي، چې دغه توکي يې دايکنډي ولايت ته لېږدول.

ايلخاني زياته کړه، چې قضيه تر څېړنې لاندې ده، څو په ډاګه شي، چې دغه چاودېدونکي توکي له کومه ځايه او د کومې موخې لپاره وړل کېدل.

امنيه قوماندان وويل، دا لومړى ځل دى، چې په باميانو کې د پوليسو له خوا په دومره لويه کچه چاودېدونکي توکي نيول کېږي.

د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي وايي، چې د چاودېدونکو توکو نيول له پوليسو سره د باميانو خلکو د همکارۍ پايله ده، چې په مرسته يې ياد چاودېدونکي توکي ونيول شول او څوک نه شي کولاى، چې ويجاړونکي اعمال تر سره کړي.

باميان يو له باامنه ولايتونو څخه دى او دا لومړنى ولايت و، چې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيت لېږد پروسه د ١٣٩٠ کال په لړم مياشت کې په دغه ولايت کې تر سره شوه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.