په کندهار کې به ډېر ژر د روغتياپالو د کموالي ستونزه هواره شي

 
کندهار ( پژواک ٢٠ زمرى ٩٢ ) : په کندهار ولايت کې د روغتيايي زده کړو په يوه دولتي او دوو خصوصي مرکزونو کې ٥٠٠ نارينه او ښځينه زده کوونکي د نرسنګ، قابله توب، فارميسي او لابراتوار په څانګو کې په زده کړو بوخت دي.
دغه ښځينه او نارينه زده کوونکي په داسې حال کې روغتيايي زده کړې تر لاسه کوي، چې دا مهال د کندهار ولايت په روغتيايي مرکزونو کې د مسلکي ډاکټرانو تر څنګ نرسانو او قابلو ته سخته اړتيا ليدل کېږي.
د کندهار د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې له دې لارې به په تدريجي توګه په کندهار ښار او ولسواليو کې د نرسانو، قابلو او د لابراتوار د ټکنېشنانو هغه کمى پوره شي، چې اوسمهال خلک ورسره مخامخ دي.
د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې کندهار د سوېلي حوزې په کچه هغه ولايت دى، چې د ټولې حوزې ناروغان او د جګړې ټپيان د دغه ولايت ميرويس روغتون ته د درملنې لپاره راوړل کېږي.
هغه زياته کړه، په همدې بنسټ دغلته د کندهار ښار او ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې ښځينه او نارينه نرسانو، قابلو، د لابراتوار او فارميسي ټکنېشنانو ته سخته اړتيا ليدل کېږي.
دى وايي، دا مهال په کندهار کې يو دولتي او دوه خصوصي د روغتيايي زده کړو مرکزونه فعاليت لري، چې دا مهال پکې په يادو شويو برخو کې ٥٠٠ ښځينه او نارينه محصلين زده کړې کوي.
 د ډاکټر پخلا په خبره، که څه هم په شخصي مرکزونو کې ځينې ستونزې شته، خو د کندهار د صحي علومو انسټيټيوټ د افغانستان په کچه لومړنی دولتي مرکز دى، چې پکې په لوړ معيار او مسلکي توګه محصلين روزل کېږي.
دى وايي، د کندهار د صحي علومو انسټيټيوټ په کندهار ښار کې پر هغه ځمکه جوړ شوى، چې د يو شمېر زور واکو له خوا غصب شوې وه، خو د ولايتي او مرکزي چارواکو په ګډو هلو ځلو بېرته ترې واخيستل شوه.
د کندهار د طبي علومو د انسټيټيوټ ودانۍ د ٢،٧ ميليونه ډالرو په لګښت د امريکا د متحده ايالاتو د نظامي څانګې د Civilians Emergency Response Program  په مالي لګښت جوړه شوې، چې دوه کاله وړاندې ګټې اخيستنې ته چمتو شوه.
دغه ودانۍ ٢٠ درسي خونې، په دووه بېلو بېلو بلاکونو کې د نجونو او هلکانو د ليليې ٦٠ خونې، اداري خونې، د غونډو ځاى ، د خوراک سالون، پخلنځى، جومات، کانټين او نور لري او دغه راز په دغه مرکز کې په يوه وخت ٦٠٠ تنه نارينه او ښځينه زده کړې کولى شي او په کتابتون کې يې تر ٤٠٠ محصلين مطالعه کولى شي.
پخلا وايي، د طبي علومو په دغه انسټيټيوټ کې به د سوېلي زون د ولايتونو  لسګونې نجونې او هلکان د نرسنګ، قابلګۍ، لابراتوار، فارميسي او نورو برخو کې روزنه تر لاسه کوي.
د نوموړي په وينا، په کندهار کې د روغتيا په برخه کې د مسلکي کسانو شمېر کم دى، خو تمه ده، چې له دغه مرکز څخه فارغ شوي کسان به دغه تشه ډکه کړي.
په کندهار کې پر دولتي مرکز سربېره دوه د روغتيايي زده‌کړو دوه نور شخصي مرکزونه هم شته، چې محلصين او ځينې چارواکي يې د زده‌کړو معيار او د استادانو پوهه کمه بولي.
د کندهار د عامې روغتيا مسوولين وايي، چې په کندهار کې يې د روغتيايي خدماتو د پراخېدو او په دې برخه کې د مسلکي کسانو د روزنې په موخه خصوصي سکتور ته هم اجازه ورکړې، چې روغتيا پالان و روزي.
دا مهال په کندهار کې د البلال او مامون طاهري په نومونو د روغتيايي زده کړو دوه مرکزونه فعال دي، خو خلک يې له ټيټ معيار او کمو اسانتياوو څخه شکايت کوي.
پخلا هم مني، چې دغه مرکزونه څه ناڅه ستونزې لري، خو وايي، دوى لګيا دي، چې دغه سکتور هم په معيار برابر کړي.
د هغه په وينا، د روغتيايي زده کړو دغه دوه خصوصي مرکزونه نوي جوړ شوي، که يې د څه وخت په تېرېدو خپلې نيمګړتياوې پوره نه کړې، نو فعاليت به يې ودروي.
د مامون طاهري د روغتيايي زده‌کړو د مرکز مشر ماليار سليمزى وايي، مرکز يې اوس تازه پرانيستی، ځکه به څه ناڅه ستونزې ولري.
دی وايي، دا مهال په درېيو څانګو کې اويا تنه نارينه او ښځينه محصلين لري، چې د تکړه استادانو له خوا د عامې روغتيا وزارت له اصولو سره سم روزل کېږي.
د دې تر څنګ د البلال په نامه د روغتيايي زده‌کړو د مرکز مشر ډاکټر عبيد هم وايي، چې په کندهار  او ټوله سوېلي حوزه کې يې د مسلکي روغتياپالانو د کمي د پوره کېدو په موخه دغه مرکز پرانيستى دى.
دى هم وايي، چې هڅه کوي د دغه مرکز فعاليت او د نرسانو او قابلو د روزلو بهير معياري کړي.
د دغو مرکزونو يو شمېر زده کوونکي هم وايي، چې که څه هم د مياشتې ١٥٠٠ افغانۍ فيس ورکوي، خو د زده کړو کيفيت پکې ټيټ او ښوونکي يې ماهر او په کار پوه نه دي.
د البلال د روغتيايي زده کړو د انسټيټيوټ د فارميسي د څانګې يوه زده کوونکي عبدالنافع پژواک اژانس ته وويل، تر دوولسم ټولګي يې زده کړې کړي، خو اوس يې د فارميسي په برخه کې زده کړې پيل کړې دي.
دى وايي، له دغې څانګې سره علاقه لري او پر همدې بنسټ يې په ياد شوي خصوصي مرکز کې داخله اخيستې ده، تر څو په راتلونکې کې د درملو په کومه ايجنسي کې ځان ته کار پيدا کړي.
خو نوموړى وايي، چې ښوونکي يې مسلکي نه دي او نه هم درسي ټولګي هغسې په معيار برابر دي، چې بايد واى.
هغه  د عامې روغتيا له مسوولينو وغوښتل، چې پر خصوصي مرکزونو دې خپل څار ډېر کړي، تر څو د زده کړې بهير يې معياري شي.
خو د دې په نسبت بيا د کندهار د صحي علومو د انسټيټيوټ زده کوونکي له خپل درسي بهيره خوښ دي او وايي، چې له ليليې، خوراک، مطالعې او نورو اړتياوو پورې ټولې اسانتياوې ورته په پام کې نيول شوې دي.
يوه مياشت وړاندې د روغتيايي زده کړو له دغه انسټيټيوټ څخه ٦٢ تنه نارينه او ښځينه نرسانې او قابلې فارغې شوې، چې په خپلو څانګو کې يې دوه کلنې زده کړې بشپړې کړې وې.
د دغه مرکز مشرې ډاکټر نسرين پژواک خبري اژانس ته وويل، نوموړې دا د نرسنګ له څانګې څخه د شپږم پړاو او د قابلګۍ له څانګې څخه د اتم پړاو فراغت و.
ډاکټر نسرين وايي، تر دې مهاله له دغه انسټيټيوټ څخه ١٨٠ تنو د منځني نرسنګ په څانګه کې، ١٤٤ تنو د عالي نرسنګ په څانګه کې او ١٦٤ تنو نجونو د قابلګۍ په څانګو کې خپلې زده کړې بشپړې کړې او په بېلابېلو روغتيايي مرکزونو کې په دندو ګومارل شوي دي.
هغې هيله وښودله، چې د نرسانو او قابلو له روزل کېدو سره به په تدريحي توګه نه يواځې په کندهار ، بلکې د سوېلي زون په نورو ولايتونو کې هم د روغتيايي کارکوونکو د کموالي ستونزه حل شي.
ميرويس روغتون د سوېلي زون په کچه يواځينى روغتيايي مرکز دى، چې د سوېلي ولايتونو له هرې برخې څخه ورته ناروغان د درملنې لپاره راځي.
که څه هم په دغه ولايت کې د عامې روغتيا رياست د ناروغانو د درملنې په موخه اسانتياوې برابرې کړې دي، خو د سوېل نور ولايتونه تر دې هم په خراب حالت کې دي.
د روغتيا د نړيوال سازمان د اصولو پر بنسټ، په هره ټولنه کې بايد هر زر تنه وګړي، دوه تنه ډاکټران، درې نرسان او درې قابلې ولري، خو په کندهار کې دغه کچه د دې جوګه نه ده، چې له نورې نړۍ سره پرتله کړاى شي.
د کندهار د عامې روغتيا رياست د شمېرو له مخې، په دغه ولايت کې په کندهار کې ټول ٧٣ لابراتوارونه، ٣٦٤ درملتونونه، ٨٥ د درملو پلورلو شرکتونه، ٢٢ د درملو عمده پلورنځي او ٦٧ روغتيايي مرکزونه شته، چې د دې ټولو پر سر د نرسانو، فارميسيستانو، قابلو او د لابرتوار د ټکنېشانو شمېر ډېر زيات کم دى.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.