يک شرکت سرکسازى در بادغيس مورد حملۀ مسلحانه قرار گرفت

 
هرات (پژواک ٢ زمرى ٩٢): چارواکي وايي، چې په بادغيس کې د سړک جوړونې پر يوې کمپنۍ د وسله والو په بريد کې د کمپنۍ ١٥ بېلابېل وسايط سوځېدلي او يو ساتونکى وژل شوى دى.
د بادغيس د والي وياند ميرويس ميرزکوال  د زمري په ٢مه پژواک ته  وويل،  چې پېښه تېره شپه د هرات او قلعه نو تر منځ د لامان په سيمه کې رامنځه شوې ده.
نوموړى زياتوي، چې  وسله والو لومړى د بادغيس په نوم د يادې کمپنۍ ساتونکى وژلى او بيا يې موټرو او وسايطو ته اور اچولى دى.
د ده په وينا، تر دې مهاله د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو پوليسو په سيمه کې عمليات پيل کړي دي.
د افغانستان د حلقوي سړک کار په ټول هېواد کې بشپړ شوى، خو د بادغيس او هرات تر منځ سيمه کې يې کار د نا امنۍ له امله ځنډېدلى دى.
د بادغيس په نوم د ساختماني شرکت يوه کار کوونکي د نوم نه ښودلو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې د تېرې شپې په جګړه کې د کمپنۍ ټول وسايط له منځه تللي دي.
سرچينه زياتوي، چې په پېښه کې يو ساتونکى وژل شوى او يو تن ټپي دى. دغه راز د کمپنۍ ١٧ موټر او د سړک جوړونې نور وسايط سوځول شوي دي.
د سرچيني په وينا، په دې پېښه کې رامنځته شوى زيان ښايي د شاوخوا لس ميليونه امريکايي ډالرو په اندازه وي.
په بادغيس کې د مدني ټولنې غړى عبدالله، چې د پېښې ځای ته ورغلی و وايي، چې د کمپنۍ ټول وسايط له منځه تللي دي.
هغه د حلقوي سړک بشپړېدل د ټول هېواد لپاره ګټور بولي او له دولتي چارواکو غوښتنه کوي، چې د سړک د کار او کمپنۍ د امنيت ساتنه وکړي.
خو د والي وياند دا احتمال هم نه ردوي، چې پېښه دې د نا سالمې سيالۍ له امله رامنځ ته شوې وي.
تر دې مهاله د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه ده اخيستى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.