مقام ولايت فراه

 
فراه (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٢): په فراه کې له شپږو مياشتو هلو ځلو وروسته له دېرشو مدني بنسټونو څخه يوه ګډه ټولنه جوړه او نن يې خپل فعاليت په رسمي ډول اعلان کړ.
د دغې ټولنې ټاکل شوي مشر جاوېد تابش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ټولنه د فراه د مدني فعالانو بنسټونو د استازو تر منځ له شپږو مياشتو خبرو اترو وروسته رامنځ ته شوې ده.
هغه وويل، چې دمګړۍ ٣٩ بېلابېل بنسټونه او فعالان د دغې ټولنې غړيتوب لري او د دغې ټولنې په طرزالعمل کې د بنسټ اېښودونکو په توګه پېژندل شوي دي.
نوموړي وويل، چې له دغې ټولنې څخه د جوړېدو موخه د فراه د مدني بنسټونو تر منځ د همغږۍ ډېرېدل او د دغه ولايت د دولتي بنسټونو پر کړنو ښه څار دى.
  تابش وويل، چې دغه ټولنه به د دولت نږدې ملګرې وي او د دې تر څنګ به د خلکو غږ اړونده بنسټونو ته ورسوي، څو دولت خپلې کړنې د خلکو د اړتياوو او غوښتنو له مخې پلې کړي.
په فراه کې د افغانستان ځوانانو د ملي او ټولنيز ارګان مسوول فريد احمد هيبت، چې د يادې ټولنې له غړو څخه هم دى، د دغې ټولنې جوړېدل په فراه کې د مدني بنسټونو د لا ښه عمل نمونه وبلله.
هغه پژواک ته وويل، چې په فراه کې ډېر شمېر مدني بنسټونه فعاليت کوي او ډېر اغېزمن دي.
هيبت زياته کړه: " دغه ټولنه به د مدني ټولنې درې عمده کړنې، چې "څار، عدالت او عامه پوهاى" دى، له تېر وختونو په ښه توګه تر سره کړي."
د هغه د معلوماتو له مخې، د دغې ټولنې مشرتابه پلاوى په دې ډول " جاوېد تابش مشر، انجينر قدرت الله فاروقي مرستيال، پروين طوفان منشي، احمدشاه فطرت وياند او احمد جاويد سادات اداري او مالي مسوول" دي، چې د ٣٠ يادو بنسټونو له ډلې څخه ټاکل شوي دي.
 د دغې ټولنې د فعاليت د پيلېدو په مراسمو کې د غرجستان خصوصي پوهنتون مشر، د ولايت مقام استازي، ولايتي شورا، د يوناما دفتر استازي، د دغه ولايت مدني او فرهنګي فعالانو، چې د غرجستان خصوصي پوهنتون په انګړ کې تر سره شول، ګډون کړى وو.
د غرجستان خصوصي پوهنتون مشر ډاکټر محمد اکرم عظيمي، چې په دغه ناسته کې يې خبرې کولې، د مدني بنسټونو رول د افغاني ټولنې په ديموکراتيکه کولو کې اغېزمن وباله او  ويې ويل، چې مدني بنسټونه بايد له ملي ګټو څخه د دفاع د روحيې په پياوړتيا کې د پام وړ کار وکړي.
ډاکټر عظيمي زياته کړه، افغانانو ته ملي ګټې ډېر ارزښت نه لري،  چې دا کار د هېوادونو په ځانګړي  ډول د ګاونډيانو د لاسوهنې لامل شوى دى او له همدې امله دى، چې د افغانانو برخليک په اسلام اباد او تهران کې وټاکل شي."
نوموړي له مدني فعالانو وغوښتل، چې خلک په راتلونکو ټاکنو کې ونډه اخيستو ته وهڅوي، څو افغانان په خپله خپل برخليک وټاکي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.