Afghan soldier

 
کندهار ( پژواک ٢٤ چنګاښ ٩٢ ) : په کندهار کې د ملي اردو چارواکي وايي، هغه افغان سرتېرى تښتېدلى ، چې څو ورځې مخکې يې پر بهرنيو سرتېرو وسله وال بريد کړى و.
د هوايي لوا اړوند دغه سرتېري د چنګاښ په ١٨مه، د پيرې له برج څخه پر سلواکي سرتېرو ډزې کړې وې، چې په پايله کې يې يو تن ووژل شو او پنځه نور ټپيان شوي وو.
هغه مهال چارواکيو ويلي و، چې دغه سرتېرى يې ژوندى نيولى او د ګډو ځواکونو له خوا ترې پوښتنې پيل شوې دي.
خو اوس د ملي اردو مسوولين وايي، چې د نمبر خان په نوم دغه سرتېرى تښتول شوى دى.
په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالحميد حميد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بريد کوونکى سرتېرى د ملي اردو د يوه افسر له خوا د درمل ورکولو په پلمه له نظارت خونې ويستل شوى و.
د نوموړي په وينا، اوس دواړه سرتېري تښتېدلي دي .
هغه زياته کړه، اوسمهال د تښتېدلو دواړو سرتېرو د نيول کېدو په موخه پلټنې پيل شوي، خو لا هم دغه کسان نيول شوي  نه دي.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل هم د بريد کوونکي سرتېري تِښتېدل ومنل، خو ويې ويل، چې امنيتي ځواکونو ته د هغه د ژر تر ژره نيول کېدو سپارښتنه شوې ده.
بلخوا وسله والو طالبانو ادعا کړې ده، چې دغه سرتېرى له تښتېدو وروسته له دوى سره يو ځاى شوى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي ، چې ياد سرتېرى له خپل يوه افسر سره د يوه تکتيک له مخې ، په تېښته بريالى شوى او له دوى سره يو ځاى شوى دى.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.