9 civilians among 15 killed in roadside bombings

 
کندهار ښار (پژواک ٤ چنګاښ ٩٢): په کندهار ولايت کې د ماين چاودنې  له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ١١ تنه وژل شوي دي.
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د چنګاښ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار په خاکرېز ولسوالۍ کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي په يوه تونس موټر کې د خاکرېز ولسوالۍ د شا اغا صاحب زيارت ته تللي وو او د بېرته ستنېدو پر مهال يې پر موټر چاودنه وشوه.
د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې  د ښځو او ماشومانو په ګډون ١١ تنه وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
جنرال رازق وايي، چې په وژل شوو کې اته مېرمنې دوه ماشوم او نارينه شامل دي او په ټپيانو کې يو ماشوم، يوه ښځه او يو موټر چلوونکى دي.
نوموړي وويل، چې مړي او ټپيان د پوليسو او د سيمې د اوسېدونکو له خوا روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا نه دى اخيستى.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ماين چاودنو له امله د ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې پېښې زياتې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د روان زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ملکي تلفاتو په شمېره کې ٢٤ سلنه زياتوالى راغلى دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.