کابل(پژواک،٩تله٩٧): د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې په غزني ولايت کې د ولسي جرګې ټاکنې به له ولسمشريزو ټاکنو سره يوځاى ترسره شي.
دغه څرګندونې د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس ګلا جان عبدالبديع صياد نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې.
هغه وويل چې ډېر ژر به غزني کې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د رايه ورکوونکو نوم ليکنه پيل شي.
صياد زياته کړه چې د غزني د ولسي جرګې ټاکنې به په ډېر امکان سره، راتلوونکي کال کې له ولسمشريزو ټاکنو سره يوځاى ترسره شي.
د ټاکنو کمېسيون رييس دا هم وويل چې د مخکنۍ پرېکړې پر اساس به غزني کې د ولسي جرګې ټاکنې په حوزوي ډول تر سره شي.
خو بل لورته د غزني د ولايتي شورا غړى عصمت الله جامرادوال بيا ټينګار کوي چې لومړى بايد په دې ولايت کې امنيت ټينګښت ومومي بيا دې ټاکنې ترسره شي.
هغه وايي: (( يو کال وروسته هم ممکن نه دى چې په غزني کې امنيت راشي نو که ټاکنې ترسره کوي، دا به په خلکو رشخند وهل وي.))
په دې اړه د غزني ښار اوسېدونکي حبيب الرحمن تاثير پژواک ته وويل چې دا مهال غزني کې د ټاکنو لپاره زمينه برابره نه ده.
ده وويل: (( په ١٤ ولسواليو کې نا امني ده، د ځينو يواځې مرکزونه له حکومت سره دي او ځيني نور بيا سقوط شوي، نو ښه خبره ده چې ټاکنې وځنډول شي او په مناسب وخت کې ترسره شي.))
د يادونې ده چې په غزني کې د پرله پسې جنجالونو او ټاکنو کمېسيون د دروازې له تړلو وروسته، ټاکنو کمېسيون په دغه ولايت کې په حوزوي ډول د ټاکنو د ترسره کېدو اعلان وکړ، خو يوې بلې ډلې بيا د ټاکنو کمېسيون له دې پرېکړه سره مخالفت وکړ چې له امله په دغه ولايت کې ټاکنې نا معلومې نېټې ته ځنډېدلې دي.