ليکنه : پوهندوى سادات
 
له کله نه ، چې ګل اغا شېرزي دننګرهار له ولايت  څخه استعفى کړې ، ننګرهار ته دبېلابېلو کسانو د والي په توګه دراتګ اوازې  اورېدل کېږي ، له سهاره تر غرمې ديوه کس اوازه وي ، له غرمې وروسته دخلکو په ژبه بل سړى وي  .  په ننګرهار کې بېلابېلو ډلو هم دولايت څوکۍ ترلاسه کولو هڅې پيل کړي ،   هر ګروپ هڅه کوي ، چې والي دده سړى وي . ولسمشر هم دخيال پر غونډۍ ناست دى .
 
د ننګرهار له اوسنيو چارواکو او په خاصه توګه دګل اغا شېرزي خاص ټيم ته ځمکه ځاى نه ورکوي ، بس همدې ته غوږ په اواز وي ، چې د والي په توګه به دکوم سړي د راتلو غږ پرې کېږي ، چې دوى ورته هماغسې ځانونه عيار کړي . دننګرهار پر سلمانيانو هم وار نه شته ، که له کابله پريوه چارواکي ټېلېفوني زېرى وشي چې د فلاني سړي کار له ارګه خلاص شو ، نو  منډه کړي او په سقاوه کې خپل ويښتان او ږيره هماغسې جوړ کړي او دلباس تابيا وکړي .
 
په دې وروستيو کې د مجتبى پتنګ ، ګلاب منګل ، جمعه خان همدرد، حاجي دين محمد او احسان الله کامه وال دوالي کېدو ګرمې اوازې دي . که د مجتبى پتنګ اوازه ګرمه شي ، نو دقصر سلاکار او کاري ټيم پر سلماني ورمنډه کړي ، ږيره چټه پټه کله کړي ، برېښتونه جوړ کړي  او  له ټولو لوازمو سره دريشي اغوستو ته اماده کړي . کله چې دګلاب منګل د والي کېدو اوازې شي ، نو  بيا يې پګړۍ اماده کړي وي ، نيغه شمله هم پکې پرېږدي . بس څه به مو سر درخوږوم  همداسې نور هم درواخله  د ټولو عادتونه او ذوقونه يې له وخته معلوم کړي او داوزې په اورېدو سره  دهغوى په سټايل ځانونه برابر کړي .  په دوى کې يوشمېر خو يې له پخوا د سټايلونو له بدلولو رابدلولو سره بلد دي او يوشمېر خويکي چې دګل اغا شېرزي په وخت کې يې جلال اباد شاهي ماڼۍ ته دننوتو له امله دسيمسارۍ په دوکانونو کې ټول کريمونه پر مخونه ازمويلي وو ، هغوى اوس د سټايلو په بدلولو کې يو څه ستونزې لري ، خوخير ځانونه به عادت کړي ، بله چاره يې نشته .
 وايي چې وختونه تېرېږي او کيسې يې پاتې کېږي . پرننګرهار هم يو عجيب دوران تېر شو ، عجيبه پاچاهي تېره شوه ، ناصر خان په کې پاچا و . ګل اغا شېرزي په ننګرهار کې عجيبه  حکومت وکړ . د ادارو مسوولين يې دومره دځان تابع  کړي وو ، چې ورته به يې ويل اوبه په بره ځي ، دوى به لاس په نامه شول او ورته ويل به يې ښه دې وفرمايل صيب ، واقعاً همداسې ده . د چاپړوسۍ روحيه  يې په کې دومره پياوړې کړې وه ، چې به يې له چاسره ستړي مه شي هم کوله ، ويل به يې  دسلاکار وزير او ننګرهار ګل اغا شېرزي په لارښوونه ،دشخصي والي صيب او جناب په لارښوونه .
 
دننګرهار له سندرغاړو يې هم لار ورکه کړې وه ، په پښتوموسېقۍ کې يې پرې نوي او نا اشنا فورمونه زده کړل ، ځکه دهغه کمپوزونه به که چېرې سندرغاړي دهغه دغږ په انداز ونه ويل ، نا سم به وو او سندرغاړى اړ و چې دهغه دغړانګې ايستو طرز عملي کړي .
 
په شاهي ماڼۍ کې ورسره کاري ټيم  ته د ګل اغاشېرزي  هره خبره  د ارسطو نظريه ښکارېده . په ځينو خو دومره ګران و ، چې دهغه دشخصي لانجو او اړودوړ پرمهال به يې له مقابل لوري سره سنګرنيوه . بيخي په دې نظر و ، چې که خداى ج عمرراکړ ،نو له  ګل اغاشېرزي سره به په هديره کې هم څنګ ته خښ وي . يوشمېر قومي مشرانو هم پرې دومره شوده را پريښي وو ، چې خپل قام ،  سيمه والي او کورنۍ پالنه  يې  له ياده ايستي وه  او په همدې فکر وو چې بس تل به ناصر خان دکلي خان وي .
 
په ننګرهار کې بېل جمهوريت و ، دقصر کاري ټيم  دکافي امتيازاتو لاسته راوړلو په موخه  د چاپړوسۍ اوج  ته رسېدو له امله په ننګرهار کې بېل دحکومت درسنيو دفتر پرانستى و ، دافغانستان اسلامي جمهوريت دملي ټلوېزيون د شپېني عمومي خبري سرويس له خپرېدو وړاندې به د ولسمشر کرزي يو پېغام خپرېده .دننګرهار دجمهوريت پر ولايتي تلوېزيون به دخيالي جمهور رييس ګل اغا شېرزي پېغام خپرېده ، چې سارى يې دهېواد په يوه ولايت کې هم نه ليدل کېده .
 
  يره که خداى ج مې ګناهګار نه کړي ، که ګل اغاشېرزى يو کال نور هم پاتې شوى واى نو سلاکارانو به يې حتماً پرې ننګرهار يو بېل جمهوريت اعلان کړى و  او نوم به يې هم دننګرهار موسيکارجمهوريت و . خو بخت ياري ونه کړه ، ناصر خان لاړ او کاري ټيم يې  په نيمه لار کې ناهيلى پرېښود.
 
ناصر خان عجيبه مداري سړى هم و ، دخپل کاري ټيم پر اکثرو غړو يې دکمپوز جوړول او او ويل زده کړي وو . خپله سيمه ييزه لهجه يې هم پرې زده کړه ، دنږدې هر چارواکي په تکيه کلامونو کې به عزيزانو حتماً راتله . زه وايم ، چې ځينو به دغه لهجه خپلو کورنيو ته هم انتقال کړي وي ، خير دوى خو به دغه لهجې له کوره بېرون  اوس نه وايي ، خو له کورنيو سره به په لانجه اخته وي ، ځکه هغوى اوس څنګه دغه لهجه هيره کړي .
 
خبرې ډېرې، سر يې يو . اوس په ننګرهار کې يو وير ګډ دى او هغه هم دګل اغا په کاري ټيم ، په دوى کې يوشمېر داسې هم شته چې احسان فراموشه دي ، اوس په ګل اغاشېرزي پسې خبرې کوي او ځينې داسې وفادار هم شته چې   اوس هم په دې تمه دي ، چې ناصر خان ګل اغا خان  به دخيره بېرته ننګرهار ته د والي په توګه راځي  او ددوى وچ ستوني به غوړوي . 
 
يادونه : دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندونه کوي ، نه د پژواک ادارې .