فيض اباد( پژواک، ٢١ لړم ٩٢):بدخشان په ټوله کې يو ارام ولايت دى، خو په دې وروستيو کې يې په ځينو ولسواليو په ځانګړي ډول  وردوج کې  امنيتي وضعيت د وسله والو مخالفينو د فعاليت له امله  خراب شوى او خلک يې اندېښمن کړي دي.
امنيتي مقامات وايي، چې په وردوج، جُرم، درايم ، ارګو ، تګاب او کران و منجان ولسواليو کې امنيتي ستونزې شته، چې وسله وال مخالفين په کې ويجاړونکې کړنې تر سره کوي، خو امنيتي ځواکونو يې دغه کړنې په مناسب وخت کې شنډې کړې دي.
 د بدخشان مرستيال والي ګل محمد بيدار وايي، چې د بدخشان په مرکز فيض اباد او نورو ولسواليو کې امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ښه شوى،  د پېښو اندازه د پخوا په پرتله را ښکته شوې، وسله وال مخالفين کمزوري شوي او افغان امنيتي ځواکونو پر مسلکي توب سربېره په عصري او پرمختللو امکاناتو هم سمبال شوي دي.
دده په خبره، د سيمه ييزو پوليسو جوړښت د امنيت په تامين مثبت بدلونونه را وستي او خلک د امنيت احساس کوي، ددې ترڅنګ په هغو سيمو کې، چې امنيت ښه شوى، خلکو په کې د کار زمينه هم مساعده شوې ده.
بيدار زياتوي، چې تېر کال بهرنيو ځواکونو بدخشان پرېښى او اوسمهال افغان ځواکونه له خپلې خاورې ساتنه کوي.
 د بدخشان د والي مرستيال زياتوي، په هغو ولسواليو کې چې نا ارامي په کې محسوسېږي، د کورنيو او دفاع وزارتونو په کې اوږد مهاله پروګرامونه د سولې د پايښت په موخه په نظر کې نيولي دي.
دده په خبره، دامنيت خوندي کېدو د تېرو کلونو په پرتله د خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه راوستي او د کورنيو د اقتصاد کچه هم لوړه شوې ده.
د بدخشان امنيه قوماندان مل پاسوال امام الدين مطمين هم وايي، چې په دوو وروستيو کلونو کې د بدخشان امنيت ښه شوى دى.
 نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوسمهال په وردوج او جُرم ولسواليو کې سيمه ييز پوليس مېشت دي او په څنګ کې يې ملي پوليس، عامه نظم، سرحدي، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونه هم فزيکي حضور لري، چې دامنيت په تامين کې د مسووليت احساس کوي.
 مطمين ادعا کوي:(( د وسله والو مخالفينو مورال کمزورى شوى، له امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري، همدارنګه جګړې او چاودنې هم د پخوا په پرتله کمې شوې دي.))
ده وويل، چې فيض اباد ښار پخوا هر وخت  تر امنيتي ګواښونو لاندې و، تل به پر دولتي کارکوونکو او امنيتي ځواکونو د وسله والو مخالفينو بريدونه کېدل، خو اوسمهال دا ستونزې بېرته له منځه تللې دي.
 دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په وږي مياشت کې د فيض اباد ښاروال د سړک غاړې د ماين له چاودنې روغ ووت، خو د ساتونکو په ګډون يې څلور  تنه ټپيان شول او مسووليت يې وسله والو طالبانو پر غاړه  واخيست.
د روان کال په تلې مياشت کې هم ددې ولايت امنيتي مسوولينو د عملياتو په ترڅ کې  د فيض اباد ښار په کهنه بتاش سيمه کې د اتو وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکړى و او ويلي يې و ، چې دا عمليات د ملا خير الله په نامه د يوه مهم طالب قوماندان د له منځه وړلو لپاره پيل شوي  وو، خو نوموړى په تېښته بريالى شو.
ملا خيرالله په بدخشان کې د شپږ پوليسو او د تېرو ټاکنو پرمهال د څلورو انتخاباتي کارکوونکو په وژنه تورن دى.
 د بدخشان ولايت چارواکي د وردوج ولسوالۍ له پاکستان څخه نورستان ته د وسله والو مخالفينو د تګ راتګ يواځينۍ لار ګڼي  او وايي، چې که  دا ولسوالي د حکومت له حاکميت نه لرې وي، نو د بدخشان ټولې سيمې به نا امنه شي.
خو په ورته وخت کې د دې ولايت ولايتي شورا او يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې امنيت د پخوا په پرتله ښه شوى، خو ځينې نور لا هم د ناامنۍ احساس کوي.
د بدخشان د ولايتي شورا غړى ذبيح الله وايي، چې د زيباک- اشکاشم او ددرايم-وردوج ولسوالۍ لويې لارې لا هم نا امنه دي، چې چارواکي او خلک په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ کوي.
 دى هم ددې پخلى کوي، چې امنيت له پخوا نه ښه شوى او دامنيتي پېښو کچه هم را تيټه شوې ده، چې دا کار  دخلکو او دولت ترمنځ  د همکارۍ  د ډېر والي، د حکومت د پراختيايي پروګرامونو پلي کولو او امنيت خوندي کولو پرته ممکن نه و.
خو د ولايتي شورا دغه غړى وايي، چې شوې هڅې لا هم بسنه نه کوي او په دې برخه کې بايد لا زياتې هڅې تر سره  او دخلکو او دولت ترمنځ اړيکې پياوړې شي.
 نوموړي وزګارتيا هم د نا امنۍ د يوه لامل په توګه ياده کړه ، چې په له منځه تلو يې امنيت خوندي کېدلى شي.
د ځينو ولسواليو اوسېدونکي هم له نا امنيو د را پيدا شوو ستونزو څخه شکايت کوي  او وايي، چې د نا امنۍ ترڅنګ  وزګارتيا هم د خلکو ژوند تر اغېز لاندې راوستى دى.
د وردوج ولسوالۍ اوسېدونکي حيات الله معروفي  وويل، چې خلک لا هم ډاډمن نه دي او ډېرى يې د ناامنۍ له امله د ماښام تر راتلو وړاندې کورونو ته ستنېږي.
ده وويل، چې مرکز ته په نږدې ولسواليو او کليو کې نسبتي امنيت تامين دى، خو د دولت حاکميت په کې کمرنګه ښکاري او وسله وال مخالفين په ډېرى سيمو کې ازاد تګ راتګ کوي.
 د معروفي پر وينا، د ګاونډيو ولسواليو ډېرې نښلوونکې لارې هم د وسله والو مخالفينو په کنټرول کې دي ، چې خلک د تګ راتګ پرمهال له ستونزو سره مخ کوي.
د زبياک ولسوالۍ يو اوسېدونکى فيضي بيګ هم وايي، چې دوى هر وخت د زيباک- اشکاشم ولسوالۍ په اوږدو کې له ستونزو سره مخ کېږي، وسله وال موټرونه تلاشي کوي او خلک ځوروي.
دده په خبره، که امنيتي ځواکونه نسبتي امنيت تامين کړي، نو له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته به د بدخشان خلکو امنيتي اندېښنې زياتې شي.
 خو په شمال او شمال خيتځ زون کې د ملي اردو د کومانډو لوا قوماندان جګړن احمد جاوېد سليمي وايي،  چې له امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ پيل شوو چاڼيزو عملياتو په پايله کې د زيباک-اشکاشم له ګڼې ګوڼې ډکه لاره د وسله والو طالبانو له فزيکي حضور څخه پاکه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په څو ورځينو عملياتو کې ددولت په لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او له بله اړخه نوې امنيتي پوستې د ځينو ولسواليو په لارو کې جوړې شوې دي.
 دا په داسې حال کې ده، چې د ١٣٩١لمريز کال په کب مياشت کې ددې ولايت په وردوج ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې او دامنيتي ځواکونو پر وينا، له سلو زيات وسله والو مخالفينو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، خو د ملي اردو او پوليسو ځينو سرتېرو په کې هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.
له څو مياشتينۍ چوپتيا وروسته يو ځل بيا په دې ولسوالۍ  کې د وسله والو مخالفينو او دولتي ځواکونو نښتې په وږي مياشت کې پيل شوې، چې له دواړو لورو په کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
 
 د روان کال دوږي په مياشت کې د ملي اردو ١٧٠٠ کسيزه فرقه  په بدخشان کې د وسله والو مخالفينو سره د جګړې لپاره په وردوج او ګاونډيو ولسواليو کې ځاى پرحاى شوه.
 
که څه هم سيمه ييز استوګن  ددې ولسوالۍ له بشپړ چاڼ خبر ورکړ، خو وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې ٢٠ سرتېري ووژل، چې يو شمېر يې د تخار په سرحدي پوليسو پورې اړوند وو.