پاراخ  ( پژواک ٥ لړم ٩٢ ) : د پنجشېر ولايت ډېرى اوسېدونکي دولتي مامورين دي او د پاتې نورو اقتصاد په کرنه، سوداګرۍ او د قيمتي ډبرو پر سوداګرۍ ولاړ دى.
په دغه ولايت کې کرنيزې ځمکې کمې دي، خو بيا هم ځينې خلک په کرنې او باغدارۍ بوخت دي، يو شمېر نور خلک يې بيا د قيمتي ډبرو په کانونو کې کار کوي.
د پنجشېر کروندګر کابل او نورو ولايتونو ته مڼې، زردالو، توت او کچالو صادروي ، پخوا به يې په ارزانه بيه بازار ته عرضه کول، خو اوس چې سړې خونې جوړې شوي، نو په ښه بيه يې عرضه کوي او ډېره ګټه لاسته راوړي.
کرنه:
د پنجشېر چارواکي وايي، چې که څه هم په دې ولايت کې کرنيزې ځمکې کمې دي، خو بيا هم دوى کروندګرو ته اسانتياوې برابرې کړې دي او د کرنې په برخه کې يې ډېر کار کړى دى.
د پنجشېر د کليو او پراختيا رييس عبدالعظيم خرمي وايي، چې دوى د کروندګرو کرونيزو ځمکو لپاره ويالې جوړې کړي او استنادي دېوالونه يې هم جوړ کړي دي.
هغه زياتوي، چې ددې ولايت د يو شمېر خلکو اقتصاد پر باغدارۍ ولاړ دى او ددوى د تازه مېوو دساتلو لپاره يې سړې خونې جوړې کړې دي.
د پنجشېر د کرنې رييس عبدالمعيد وزيري وايي، چې دوى د کرنې په برخه کې يو شمېر لاسته راوړنې لري ، خو ستونزې هم شته.
هغه پژواک ته وويل ، چې دوى ته له مرکز څخه اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سره په کافي اندازه نه ورکول کېږي، چې دوى يې پر ټولو کروندګرو ووېشي.
نوموړي زياته کړه ، چې ددوى په اداره کې د مامورينو کمښت هم يوه ستونزه ده، دغه راز د ترويج په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.
خو وزيرى وايي ، چې سره له دې ستونزو دوى د کرنې په برخه کې له کروندګرو سره مرستې کړې دي، هغوى ته يې اصلاح شوي تخمونه ورکړي  او دوه بابه حيواني کلينيکونه يې هم جوړ کړي دي.
د کرنې رييس وايي، چې دوى په دې ولايت کې ١٥ جريبه ځنګل  جوړ کړى ،چې خلک ترې په بېلا بېل ډول ګټه پورته کوي.
دغه راز وايي ، چې څلور زره مېوه لرونکي بوټي يې پر کروندګرو وېشلي دي او يو شمېر باغونه يې هم جوړ کړي دي.
د پنجشېر د رخې ولسوالۍ يو تن کروندګر توکل رحماني وايي ، چې  يوه اندازه کرنيزه ځمکه لري او په هغې کې کچالو کري.
نوموړى وايي، چې خپل حاصلات بيا د پنجشېر بازارونو او پروان ته لېږي.
د احمدرشاد په نامه ددې ولايت د پراختيايي شورا يو تن غړي او د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى وايي، چې د کليو او پراختيا رياست له خوا ددوى کرنيزو محصولاتو لپاره سړې خونې جوړې شوې دي.
دى وايي، چې د پنجشېر کروندګر کابل او نورو ولايتونو ته مڼې، زردالو، توت او کچالو صادروي ، پخوا به يې په ارزانه بيه بازار ته عرضه کول، خو اوس چې سړې خونې جوړې شوي، نو په ښه بيه يې عرضه کوي او ډېره ګټه لاسته راوړي.
ددې ولايت يوتن بزګر مرتضى پژواک ته وويل، چې د سړو خونو له جوړولو سره ددې ولايت کروندګرو ته ډېره ګټه ورسېده.
هغه زياته کړه ، چې پخوا يې تازه مېوې خرابېدې، خو اوس يې په سړو خونو کې ساتي او وروسته يې په ښه بيه پلوري.
د پنجشېر د والي وياند عبدالکبير واثق هم وايي، چې ددې ولايت د بيارغونې په برخه کې د پام وړ کارونه شوي، خو څومره چې پکار وه، بنسټيز کارونه، نه دي شوي.
نوموړي پژواک اژان ته وويل ، چې دا ولايت کمه کرنيزه ځمکه لري او پکار ده ، چې د کرنې د پرمختګ لپاره ډېر کار وشي.
د پنجشېر د عنابې ولسوالۍ اوسېدونکى محمد يعقوب بيا وايي، چې که څه هم دوى کمې کرنيزې ځمکې لري، خو بيا دولت نه دى توانېدلى، چې له دوى سره د کرنې په برخه کې مرسته وکړي.
دى وايي ، چې تر اوسه له دوى سره چا د اصلاح شويو تخمونو او  کيمياوي سرو هېڅ مرسته نه ده کړې.
ده زياته کړه : (( که چېرې موږ سره ددې توکو مرستې وشي، نو زموږ حاصلات به زيات او اقتصاد به مو ورسره پياوړى شي .))
نوموړي دغه راز وويل ، چې ددې سيمې ډېرى خلک باغداري کوي، خو د تازه مېوو د ساتلو لپاره کافي سړې خونې هم نه لري .
سوداګري :
د پنجشېر ولايت يو شمېر خلک  د تازه مېوو، سبزيجاتو او قيمتي ډبرو پر سوداګرۍ بوخت دي او له همدې لارې يې خپل اقتصاد برابر کړى دى.
د پنجشېر دمرکز يوتن اوسېدونکى عبدالغياث بيا وايي ، چې د ولايت په مرکز کې سوداګريزې چارې ټکنۍ دي او حکومت بايد سوداګرو ته ډېرې اسانتياوې برابرې کړي.
هغه زياته کړه ، چې دوى خپل سوداګريز توکي نه شي ساتلى او له حکومت څخه يې د ګودامونو او سړو خونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
د پنجشېر يو تن سوداګر محمد عيسى چې د دويمې حصې ولسوالۍ اوسېدونکى دى وايي، چې دى له کروندګرو څخه کچالو او تازه مېوه اخلي او بيا يې پروان او کابل ته ليـږي.
نوموړى وايي، چې سوداګري يې ښه ده، هم دى ګټه ترلاسه کوي او هم کروندګرو څخه په ښه بيه د توکو اخيستلو سره د هغوى اقتصاد وده کوي.
په پنجشير ولايت کې د زمرد، بيروج ، سوځيدلي ياقوت او د لاجوردو کانونه ، چې قيمتي ډبرې بلل کيږي، شته او په غير فني ډول او په خپل سر ددغو کانونو ايستل روان دي.
خلک وايي ، چې په غير فني توګه ددې کانونو ايستلو سره زياتره دغه قيمتي ډبرې ضايع شي.
د پنجشيرولايت مرستيال انجنير عبدالباري رحيمي وايي ، چې په دغه ولايت کې د زمردو کانونو په خواره واره ډول دسفيد چهر په ساحو او دخنج ولسوالۍ په  مربوطاتوکې شته .
 د پنجشير زمرد دښکلو رنګونو په لرلو سره  د نړۍ په کچه ښه ارزښت لري ، چې د پنجشير يو کرايت زمرد په نړيوالو مارکيټونوکې له سلو څخه تر دوه زره ډالرو پورې پلور کيږي .
 دده دڅرګندونو له مخې، د پنجشير زمرد کرستالي نوعيت لري، شفاف دي ، درزونه نه .
بلخوا د پنجشير ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي په دولتي ادارو کې دندې لري او له همدې څخه يې خپل اقتصاد ښه کړى دى.
په پنجشېر کې د لاسي صنايعو کاروبار ډېر دود نه دى، په کليو کې د ښځو له خوا په ډېره ټيټه کچه لاسي صنايع جوړيږي .