٥٣-مولوي محمد فيضي:
د پنجشير انتخابي سناتور
 
   مولوي محمد فيضي د فيض محمد زوى ، په ١٣٥٢ لمريز کال  د پنجشير ولايت په پريان ولسوالۍ کې زېږېدلى، په شرعياتو کې لېسانس لري او تر دې وړاندې يې د ښوونکي، د لېسې د مدير، د عنابه او پريان ولسواليو د پوهنې د مدير، د پنجشير د پوهنې رياست فرهنګي مسوول، د ١٣٨٣-١٣٨٤ کلونو ولسشمريز ټاکنوکې د ولسوالۍ مسوول، د کاروان قلم فرهنګي ټولنې مرستيال  او د ولسوالۍ په کچه د پراختيايي شورا رييس په توګه يې دندې اجرا کړې دي. نوموړى د جمعيت اسلامي افغانسان ګوند غړى دى.
د اړيکو شمېرې : 0706676610-0786884881-0778824963
 
 
 ٥٤-حاجي محمدعلم ايزديار:
د پنجشير انتخابي سناتور
 
حاجي محمد علم ايزديارد الحاج محمد اسلم زوى، چې په ١٣٤٢لمريز کال ددې ولايت د بازارک ولسوالۍ په پارنده کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي يو ليسانس په حقوقي او سياسي علومو او دويم په شرعياتو برخه کې تر لاسه کړى دى. ايزديار تر دې وړاندې په پنجشير کې د ښوونکي، سر ښوونکي ، د صبح پيروزي جريدې د مسوول، د جهاد ننداتون مرستيال،  په پېښور کې د البيروني روزنيز مرکز د امر، د باختر اطلاعاتي اژانس د بهرنيو خبرونو مشر، د همدې آژانس د عمومي مرستيال، د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس، د اريا خبري اژانس د مرستيال( دوشنبه – تاجکستان)، د سولې راډيو بنسټګر او رييس، د افغانستان راډيو رييس، د ملي راډيو تلويزيون عمومي رياست د مرستيال، د افغانستان اعلاناتو مرستيال، د پنجشير د اطلاعاتو او فرهنګ مرستيال، په بېړنۍ لويه جرګه کې د پنجشير دخلکو د استازي او د مشرانو جرګې په ١٥ مه دوره کې د دويم نايب په توګه دندې اجراکړي اوس مهال د  مشرانو جرګې لومړى نايب دى او د مجاهدينو تر بريا پورې يې د جمعيت اسلامي ګوند غړيتوب درلود.
د اړيکو شمېرې :   0700274689-0772122004 
برېښناليک :                      [email protected]
  
٧١-ليلما احمدي:
د پنجشير انتصابي سناتوره
 
ليلما احمدي د حاجي محمد لور، چې په ١٣٤٣ لمريز کال په کابل کې زېږېدلې او له اره د پنجشير د بازارک ولسوالۍ اوسېدونکې ده. نوموړې د بکلوريا سند د کابل مخانيکي انستييتيوت څخه په ١٣٦٠ کال  کې  ترلاسه کړى دى.
د اړيکې شمېره :  0799330560