١-خراسان راډيو:
خراسان راډيو په ١٣٨٦ لمريز کال د انټرنيوز له خوا په دې ولايت کې جوړه شوې، چې  هره ورځ د سهار له ٥ د شپې تر ١٢ بجو خپرونې لري  او د پوښښ ساحې يې د شتل، عنابه، رخه او بازارک ولسواليو څخه عبارت دي. خراسان راډيو ٢٢ کارکوونکي لري او مسوول مدير يې روح الله يوسفي دى.
د اړيکې شمېره  : ٠٧٠٠١٥٨١١٥  
برېښناليک :  [email protected]
     
٢-پنجشير ١٥ ورځنۍ:
دا خپرونه په ١٣٨٣ لمريز کال په دې ولايت کې د محمد علم ايزديار له خوا جوړه شوې او هره ګڼه يې د ١٠٠٠ څخه تر ٢٠٠٠ ټوکشمېر په درلودلو سره په ټول افغانستان کې وېشل کېږي او مسوول مدير يې حبيب الله رفعت دى.
د اړيکې شمېره  : ٠٧٠٠٢٣٩٩٧٩    
 
 ٣-افتاب مجله:
افتاب هم ددې ولايت له فعالو خپرونو څخه ده، چې د افتاب فرهنګي او اجتماعي ټولنې له خوا په ١٣٨٩ لمريز کال تاسيس شوې، ١٠ کارکوونکي لري،مسوول مديريت يې د محمدهارون عنابي پر غاړه دى او د کارکوونکو شمېر يې ١٠ کسانو ته رسېږي.
د اړيکې شمېره  : ٠٧٧٢٠٤٣٢٠٤
برېښناليک :    [email protected]