د پنجشير ولايتي شورا ٩ غړي لري چې د ولايتي شورا د ١٣٩٣ لمريز کال په ټاکنو کې ددې شورا څلور پخواني غړي هم وتوانېدل چې يو ځل بيا دې شورا ته لاره پيدا کړي. ددې شورا نوى ټاکل شوى ادارى پلاوى په لاندې ډول دى.
مشر: نجيب الله يعقوبي
مرستياله: راحله عطايي
منشي: قلندرخان بهادري
١-ملامحمدفيضي:
ملا محمدفيضي د فيض محمد زوى، چې په ١٣٥٢ لمريز کال کې د پنجشير په پريان  ولسوالۍ کې زېږېدلى، د ښوونحي زده کړې يې په همدې ولسوالۍ کې پاى ته رسولي او د پاکستان له يوه پوهنتون څخه يې د شرعياتو په برخه کې ليسانس تر لاسه کړى دى.
نوموړى همدارنګه په کابل کې د دعوت شخصي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه فارغ شوى او تر وکالت وړاندې يې د پنجشير د پوهنې رياست په بېلابېلو مديريتونو کې دندې تر سره کړې دي.
٢-الحاج استاد وحيدالله دژکوهي:
وحيدالله د عزيزالله زوى ، چې په ١٣٦٧ لمريز کال کې د رخه ولسوالۍ په قابزان کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په همدې ولسوالۍ کې سر ته رسولي او د ليسانس سند يې په کويټ پوهنتون کې د تاريخ او سياسي علومو له څانګې څخه تر لاسه کړى دى.
دژکوهي د شورا له پخوانيو غړو څخه دى او يو ځل بيا يې شورا ته لار موندلې ده، خو تر وکلايت وړاندې يې د پنجشير په دارالعلوم کې د ښوونکي په توګه دنده اجرا کوله او له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري.
 ٣-نجيب الله يعقوبي:
نجيب الله يعقوبي د يعقوب زوى، چې په ١٣٦٣ لمريز کال کې د پنجشير ولايت د رخه ولسوالۍ په درخيل سيمه کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په رخه ښوونځي کې تر سره کړي او د کابل نادريې لېسې څخه فارغ شوى دى. نوموړى اوسمهال د رڼا پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د درېيم ټولګي محصل دى.
يعقوبي سياسي مخينه نه لري او مخکې له دې چې ولايتي شورا ته لار پيدا کړي، د پنځو کلونو لپاره د يوه ودانيز شرکت مشر و او له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري.
٤-ويدا سعيدي:
ويدا سعيدي د لعل مرزا لور، چې په ١٣٤٧ لمريز کال کې ددې ولايت د ابشار ولسوالى په بابه علي کلي کې زېږېدلې ده. مېرمن سعيدي لومړنۍ او ثانوي زده کړې د کابل په غلام حيدرخان شپې لېسه کې کړې دي. نوموړې دوه کاله د کابل په ښوونې او روزنې اداره او شپږ کاله يې په کرنې وزارت کې دنده تر سره کړې ده.
سعيدي هم د ولايتي شورا له پخوانيو غړو څخه  ده چې يو ځل بيا يې هم شورا ته لار ومونده، خو له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري.
 ٥-قاضي عبدالصمد سلطاني:
عبدالصمد سلطاني د ملا محمد زوى، چې په ١٣٥٣ لمريز کال کې ددې ولايت  د خنج ولسوالۍ په متاى کلي کې زېږېدلى دى. سلطاني لومړنۍ زده کړې په ديني برخه کې سر ته رسولي او د ١٢ ټولګي برى ليک يې په ١٣٧٥ کال کې د پاکستان له جامعه مدرسې څخه تر لاسه کړى دى.
سلطاني په جامع الانوار رخه قابضان مدرسه کې له دوه کلن تحصيل څخه وروسته په ١٣٨٣ لمريز کال د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي ته داخل  او خپل ليسانس سند يې په ١٣٨٦ لمريز کال له دې پوهنځي تر لاسه او وروسته يې د ستاژ قضاييه کورس هم د کابل په ستره محکمه کې ولوست.
نوموړي په ١٣٨٧ لمريز کال کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معينيت د علمي او مسلکي غړي په توګه د ازموينو په کمېټه کې دنده ترسره کړه، خو له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري.
 ٦-قلندرخان بهادري:
قلندرخان د بهادر خان زوى، چې په ١٣٥٥ لمريز کال کې د پنجشير ولايت د درې ولسوالۍ په تندخوى سيمه کې زېږېدلى دى. نوموړي د ښوونځي دوره په خپله ولسوالۍ کې پاى ته رسولې او له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري .
٧-راحله عطايي:
راحله عطايي د سراج احمد لور ، د پنجشير ولايت د استانه کلي اوسېدونکې او په ١٣٥١ لمريز کال کې د همدې ولايت په مرکز کې زېږېدلې ده. راحلې عطايي خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې د کابل په علم فيض زاده لېسه کې بشپړې کړي او د کابل پوهنتون د ساينس پوهنځى يې په ١٣٦٨ لمريز کال کې پاى ته رسولى دى.
راحله عطايي اوسمهال د دانش پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصله ده او له وکالت وړاندې يې ١٢ کاله د ملي پيوستون پروګرام کې کار کړى دى. ددې ترڅنګ  د پنځو کلونو لپاره د پنجشير په بازارک کې د بادقول د نجونو لېسې ښوونکې پاتې شوې ده.
عطايي په پنجشير کې د مدني ټولنې له فعالو غړو څخه ده او له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري.
  ٨-عزم الدين ميرزايي:
عزم الدين ميرزايي د شهيد قوماندان محمد ميرزا شابه زوى، چې په ١٣٥٧ لمريز کال کې د پنجشير ولايت لومړۍ حصې ولسوالۍ په زنه عمرض کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د پنجشنير په ښوونځيو او ثانوي دوره يې د کابل په امام ابوحنيفه ښوونځي کې تر سره کړې ده.
نوموړى د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته په ١٣٨١ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته داخل او په ١٣٨٤ کال کې يې له دې پوهنځي څخه د فراغت سند تر لاسه کړ. ميرزايي ولايتي شورا ته تر کاميابېدو وړاندې په شخصي کاروبار بوخت و او سياسي مخينه نه لري.
٩-مولوي يحيى:
مولوي يحيى د حاجى خداداد زوى، چې  په ١٣٥٠ لمريز کال کې د پنجشير ولايت په عنابه ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د پنجشير په مدرسو کې تر سره کړي او د فراغت سند يې د پاکستان له يوې دينې مدرسې څخه تر لاسه کړى دى.مولوي يحيى له کاندېدو وړاندې د عنابه مدرسې د خطيب امام په توګه دنده ترسره کوله.