کرام الدين کريم د ١٣٤١ لمريز کال د غبرګولي په ٢٥مه نېټه د پنجشېر ولايت په سنګانه کلي کې زېږېدلى دى.
هغه د پنجشېر د والي ترڅنګ له ١٣٨٥ لمريز کال راهيسې د افغانستان د فوټبال د فدراسيون رييس هم دى.
تر دې مخکې هغه په ملي دفاع وزارت کې د ملي اردو د کلوپ د ټيم  مسوول هم پاتې شوى دى. .
کرام الدين کريم  دغه راز د ٢٠ کلنو لوبغاړو د فوټبال د نړيوال جام د اجرائيوي کمېسيون غړى، د اسيا دځوانانو د فوټبال د کنفدراسيون غړى او د اسيا د فوټبال د ملاتړ ادارې غړى هم دى.
د هغه په رياست کې د افغانستان فوټبال ډېر پرمختګ کړى  او وروستۍ  بريا يې د سوېلي اسيا هېوادونو د فوټبال اتلولي وه.
دغه راز افغانستان په نړيواله درجه بندۍ کې له ٢٠٥ مقام څخه ١٣١ ته راغلى دى.
کرام الدين کريم په دري، پښتو او انګليسي ژبو خبرې کولى شي .
هغه د جمعيت اسلامي ګوند پورې تړاو درلود.