پنجشېر د مرکز په ګډون اوه اداري واحدونه لري. په دغه ولايت کې کرنيزې ځمکې کمې دي، خو بيا هم ځينې خلک په کرنې او باغدارۍ بوخت دي، يو شمېر نور خلک يې بيا د قيمتي ډبرو په کانونو کې کار کوي.
١-بازارک د ولايت مرکز :
دا ښار شمال لوېديځ لوري ته پرته ده او له بغلان ولايت سره ګډه پوله لري، ٢٨ کلي او ٣٧١ کيلومتره مربع مساحت لري، نفوس يې  ٥٢ زره تنه  اټکل شوى . په دې ولايت کې کرنيزې ځمکې کمې دي، خو بيا هم ځينې خلک يې په کرنې او باغدارۍ بوخت دي، يو شمېر نور خلک يې بيا د قيمتي ډبرو په کانونو کې کار کوي.
٢-پريان ولسوالي:
پريان د پنجشېر تر ټولو لويه ولسوالي ده ، چې د ولايت د مرکز شمال لور ته په ٧٨ کيلومترۍ کې پرته ده، دغه ولسوالي  له بدخشان، تخار، بغلان او نورستان ولايتونو سره ګډې پولې لري، کلي يې ٦٧دي او مساحت يې ١٢٧٠ کيلو متره مربع دى، نفوس يې ٤٣ زره تنه اټکل شوى .  
٣-د خنج ولسوالي:
دا  د پنجشېر ولايت مرکزي ولسوالي ده، چې د مرکز  په ٢٥ کيلو متر ۍکې موقعيت لري، دويمه لويه ولسوالي ده، له نورستان او بغلان سره ګډه پوله لري. کلي يې ١٥٤ دي او مساحت يې  ٦٨٨ کيلومتره مربع  دى ، نفوس يې ١١٠ زره تنه اټکل شوى .  ځينې خلک په کرنې او باغدارۍ بوخت دي .
٤-دره ولسوالي:
دا ولسوالي د پنجشېر سوېل ته په ٣٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري ، له لغمان او کاپيسا ولايتونو سره ګډه پوله لري.کلي يې ١٣٤ دي او مساحت يې  ٧٠٩ کيلو متر مربع دى، نفوس يې  ٤٥ زره تنه اټکل شوى . ځينې خلک يې د کانونو په وېستلو او کرنه  بوخت دي .
٥-رخه ولسوالي:
دا ولسوالي د ولايت سوېل لوري ته په دوه کيلو مترۍ کې موقعيت لري، له کاپيسا سره ګډه پوله لري،کلي يې  ٧٢ دي او نفوس يې   ٤٥ زره تنه اټکل شوى دى.  
٦-عنابه ولسوالي:
دا ولسوالي د ولايت د مرکز سوېل لوېديځ لوري ته په ١٦ کيلومترۍ کې پرته وړه ولسوالۍ ده او له کاپيسا سره ګډه پوه لري. دا ولسوالي ٣٤ کلي لري، نفوس يې  ٤٥ زره تنه اټکل شوى. په دې ولايت کې کرنيزې ځمکې کمې دي، خو بيا هم ځينې خلک په کرنې او باغدارۍ بوخت دي.
٧-شتل ولسوالي:
دا ولسوالي د ولايت د مرکز لوېديځ لوري ته پرته وړه ولسوالۍ ده ، د مرکز په ٢٠ کيلومترۍ کې واقع ده او له بغلان سره ګډه پوه لري. کلي يې  ٢٣  دي،  ٥٥ کيلو متره مربع  مساحت لري او نفوس يې  ١٨ زره تنه اټکل شوى دى.
 ٨-  آبشار ولسوالي :
دغه ولسوالي د ولايت د مرکز شمال ته په ٤٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري، نفوس يې  ٢٢ زره تنه اټکل شوى  او خلک يې په معدنونواو کرنې بوخت دي.