٢٠٣-ډاکټرظهيرسعادت:
د پنجشير د خلکو استازى- رايې:٥٤٠٠
ډاکټرظهير د حاجي طوره مير زوى ، چې په ١٣٥٣ لمريز کال د پنجشير ولايت په لومړۍ حصه ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې زده کړې په خنج ولسوالۍ او ثانوي هغه يې د پاکستان د پېښور ښار په مجاهد لېسه کې بشپړې کړې دي. د ليسانس سند يې په ١٣٧٨ لمريز کال په لندن کې د ادارې او منجمنټ په برخه کې تر لاسه کړى او د طب په برخه کې يې هم مافوق لېسانس سند په ١٣٨٦ کال د کابل پوهنتون طب څانګې څخه تر لاسه کړى دى.
سعادت تر دې وړاندې درې کاله د طبابت، څلور کاله د جيحيون(JRSO) په نوم خدماتي او ساختماني ادارې د رييس، څلور کاله د اريا روغتون د رييس او دوه کاله د طبي خدمتونو دغړي په توګه کار کړى دى.
نوموړي په ١٣٨٨ لمريز کال په ولسي جرګه کې د پنجشير د پخواني استازي صالح محمد ريګستاني له استعفا وروسته د ولسي جرګه په پنځلسمه دوره کې يو کلن غړيتوب هم تر لاسه کړ.
د اړيکو شمېره  :  ۰۷۰۰۲۳۹۴۴۲
برېښناليک : [email protected]
 ٢٠٤-قاضي راحله سليم :
د پنجشير د خلکو استازې- رايې: ٤٥٤٥
قاضي راحله د محمدقاسم سليم لور،چې په ١٣٤٤ لمريز کال د پنجشير دويمې حصې ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. نوموړې د ليسانس سند په ١٣٦٧ لمريز کال د کابل پوهنتون له څارنوالۍ او قضا څانګې تر لاسه کړى  او تر دې وړاندې يې په ستره محکمه کې د قاضي، د سترې محکمې د عامه امنيت د دېوان د مديرې، دافغان ښځو ټولنه کې د ماسټر ترېنرې او د ولسي جرګې په تېره دوره کې د پنجشير خلکو د استازې په توګه کار کړې دى.
 د اړيکو شمېره : ۰۷۰۰۰۱۰۶۶۹