نيلي(پژواک،۳۰ تله ٩٢): د دايکنډي ولايت ډېرى اوسېدونکي په دغه ولايت کې د بيارغونې په سست بهير سخته نيوکه کوي او د ټول ګټو پروژو د پلي کولو غوښتونکي دي،خو ځايي چارواکي وايي، چې د شپېتو ميليونو ٦٠ ډالرو په ارزښت پروژې تر لاس لاندې لري، چې د دايکنډي هوايي ډګر هم په کې دى.
خلک وايي، چې ددې ولايت مرکز يوه کوچني بازار ته ورته دى، ځينې دولتي ودانۍ په کې جوړې شوي، خو د عامه ګټو پروژې په کې نه تر سترګو کېږي.
د دوى په خبره ، خلک تراوسه پورې پوخ سړک نه پېژني، برېښنا نه شته له همدې امله د پوهنې او روغتيا په برخه کې هم خلکو ته اسانتياوې نه دي رسېدلي.
خلک  زياتوي، چې د دايکنډي ټول سړکونه او نښلوونکې لارې خامه دي او همغسې پاتې دي، څنګه چې په ١٣٦٠ لمريز کال  دخلکو او ځايي استوګنو له خوا په کلنګ او بېلچه جوړې شوې وې.
دايکنډي پخوا د اروزګان ولايت يوه ولسوالي وه، چې ٩ کاله وړاندې يې ولايت ته ارتقا وکړه، خو خلک شکايت کوي، چې پنجشير هم په همدې مهال ولايت ته ارتقا وکړه ، مګر د دواړو ولايتونو بيارغونه دځمکې او اسمان هومره توپير لري.
 د دايکنډي يوه فرهنګي احمدالله ايماني پژواک خبري اژانس ته وويل:(( يو کال وړاندې پنجشير ته تللى وم، سړکونه يې قير شوي وو، پلونه او پلګوټي يې در لودل، پورته دولتي ودانۍ په کې جوړې شوې ، که چېرته يې له دايکنډي سره پرتله کړو، نو دايکنډي دهغو نيمايي اندازه هم نه دى جوړ شوى.))
 له خلکو پرته د دايکنډي ولايت ځايي چارواکي هم د بيارغونې له نا متوازن وضعيت څخه شکايت لري. د ولايت والي عبدالحق شفق وايي، چې دخلکو د ژوند د ښه والي لپاره هېڅ پروژې نه دي پلې شوي  او حتى يو کيلومتر دويمه درجه پوخ سړک هم نه دى جوړ شوى.
 دى چې تازه ددې ولايت د والي په توګه ټاکل شوى وايي، چې د کرنې په برخه کې يو تراکتور هم نه شته ، ٣٦ روغتيايي مرکزونه ودانۍ نه لري، حتى د تشکيلاتو له مخې له ستونزو سره مخ دي.
شفق وايي، چې د رياستونو ٦٠ سلنه ودانۍ جوړې شوي، خو هغه څه چې دخلکو داقتصادي پياوړتيا او بيارغونې په برخه کې شوي، يواځې د ملي پيوستون پروګرام دى.
 په دغه  دولتي ودانيو کې د ولايت مقام، ښځو چارو رياست، امنيه قوماندانۍ، امنيت ملي رياست او محکمې ودانۍ شاملې دي.
خو هغه زياته کړه، چې د ملي پيوستون ١١٠٠ پروژې په ٦٠ ميليون ډالره بوديجه تر کار لاندې دي، چې ٨٠٠وړې پروژې يې سږ کال ګټه اخيستنې ته سپارل کېږي.
والي هيله څرګنده کړه، چې سږ کال به له نيلي نه تر شهرستان ولسوالۍ پورې له سل کيلومترو زيات سړک په دويمه درجه جوړ او خلکو ته به دتګ راتګ اسانتياوې برابرې شي.
 هغه وويل، چې دغه سړک ٢٠ کيلومتره قير شوى او په پاتې نورو يې جغل اچول شوى دى.
شفق زياته کړه:(( که چېرته دا سړک پوخ شي، نو ددې ولايت لومړنى قير شوى سړک به وي.))
والي د  دايکنډي د هوايي ډګر له جوړېدو هم خبر ورکړ او وايي ، چې کار به يې د روان کال په اوږدو کې بشپړ او کوچنيو الوتنو ته به چمتو شي.))
له بلې خوا د دايکنډي ولايت دخلکو استازي او مدني بنسټونه وايي، چې دغه ولايت ته د وزيرانو سفرونه نمايشي بڼه لري، په دې ولايت کې دومره پوخ سړک هم نه شته، چې دوى پرې ددغو وزيرانو هر کلي ته ودرېږي.
ولسمشر کرزي تېر کال يو فرمان صادر کړ، چې له مخې به يې وزيران ولايتونو ته ځي، هلته به دخلکو ستونزې اوري او دحکومت او خلکو تر منځ به اړيکې جوړوي.
 دهمدې فرمان له مخې د ترانسپورټ ، ښاري پراختيا او د فوايد عامه وزيرانو دايکنډي ته سفرونه وکړل، څو د خلکو ستونزې له نږدې درک او دحل په اړه يې اقدام وکړي.
خو د دايکنډي يو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي، چې  د يادو شوو وزيرانو  سفرونو هېڅ ګټه نه درلوده.
  د دايکنډي د ولايتي شورا غړى هادي رحيمي زاده وايي، چې د فوايد عامه وزير په دغه سفر کې ژمنه وکړه، چې د نيلي ښار دننه به ١٠ کيلومتره سړک پوخ کړي، د ترانسپورټ وزير ژمنه دا وه، چې هوايي ډګر ته به پراختيا ورکړي، خو له دغو ژمنو څخه يوه هم عملي نه شوه.
ده وويل، چې ټولې دا ډول ژمنې په رسنيو کې د تبليع لپاره شوي، خو په دې ولايت هېڅ ډول واقعي بيارغونه نه ده شوې.
په دې ولايت کې د مدني ټولنې فعال محمد نعيم هم وايي، د نيلي – سخنګ تخت بندر سړک د جوړېدو له امله چې ټاکل شوې وه په دويمه درجه جوړ شي، لارويانو ته يې ستونزې جوړې کړي او  پخوانى مزل يې ورته يو ساعت نور هم غځولى دى.
دايکنډي خلک وايي، د فوايد عامه وزير ژمنه کړې وه، چې له نيلي څخه به تر قوناق کوتل پورې ٢٥ کيلومتره سړک ورغوي، خو دا ژمنه تر اوسه هم نه ده عملي شوې.
خو د فوايد عامې وزارت چارواکي وايي، وزيران دخلکو په ژبه دهغوى دستونزو اورېدو لپاره دايکنډي ته تللي وو، څو وګوري چې خلک په کومو برخو کې ستونزو سره مخ دي ، خو په دې برخه کې شوې ژمنې وخت ته اړتيا لري.
ددغه وزارت چارواکي زياتوي، د ولسواليو په اوږدو کې يې په ټولو سړکونو جغل اچولى، خو هغه څه چې په اوږده موده کې د دايکنډي په پلان کې شامل دي  له خيتځ څخه لوېديځ  اوله لوېديځ څخه شمال اوسوېل ته د سړکونو تېرېدنه ده، چې دايکنډي له نورو ولايتونو سره ونښلوي.
د دوى په خبره ، د قوناق کوتل په اوږدو کې به په ٢٥کيلومتره سړک د شته بوديجې پر بنسټ راتلونکى کال کار پيل شي.
د فوايد عامې وزارت وايي، دايکنډي ولايت په يوه پراخه پلان کې شامل شوى او په راتلونکو کلونو کې به له پخو سړکونو څخه برخمن شي.