" ځينې وکيلان د ننګرهار د کانال د بيارغونې خنډ دي"

 
جلال اباد(پژواک، ٢٣ زمرى ٩٢): د ننګرهار د کانال رييس ادعا کوي، چې د ولسي جرګې يو شمېر وکيلان د کانال د بيارغونې مخه نيسي.
د ننګرهار د کانال رييس انجنير زيارت ګل راحل د زمري په ٢٣مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې شاوخوا يو نيم کال مخکې د اسيايي پرمختيايي بانک له لوري د ننګرهار کانال د بيارغولو لپاره ٢٥ ميليونه ډالر مرسته شوې ده.  
هغه زياته کړه، چې د ځينو ستونزو او د وکيلانو د مداخلې له امله تر اوسه د کانال د بيارغونې چارې نه دي پيل شوي.
دى وايي، چې د اسيايي پرمختيايي بانک ترڅنګ د اېټاليا هېواد هم د کانال د بيارغونې لپاره د يو ميليون ډالرو مرسته کړې ده.
د کانال رييس وويل، شاوخوا يو نيم کال کېږي، چې دوى ته پيسې منظور شوې ،خو يو شمېر کړۍ شته چې د دوى د کارونو مخنيوى کوي.
د هغه په وينا، ځينې قرارداديان چې په يادو پروژو کې شارټ لېست شوي نه وو او يا هم دوى غوښتل چې قرارداد ترلاسه کړي، د پارلمان يو شمېر وکيلان يې ملاتړ کوي او د دوى چارې يې ځنډولې دي.
انجنير راحل زياتوي:((يو شمېر وکيلان هم غواړي دغه پروژه ترلاسه کړي او اوس خنډونه جوړوي.))
نوموړي د کوم وکيل نوم وانه خيست خو زياته يې کړه چې ځينو د قرارداد غوښتونکو پر دوى عريضې هم کړي او هغه شرکتونه چې د وکيلانو ملاتړ ورسره دى اسيايي پرمختيايي  بانک ته يې هم عريضې کړې وې.
د ننګرهار د کانال رييس وايي، که چېرې د دغو پروژو پر وړاندې خنډونه نه واى رامنځته شوي، نو نن به د ننګرهار د پنځو ولسواليو فصلونه د اوبو له نشتوالي نه سوځېدل.
هغه زياته کړه: ((د بيارغونې د کارونو د ځنډوالي له امله سېلابونو کانال ړنګ کړى، پر پنځو ولسواليو اوبه بندې دي، ميليون ډالره تاوان ولس ته اوړي يو لامل يې د دې پروژې ځنډېدل دي.))
دى وايي، چې دوى تر وروستي بريده هڅه کوي چې يادې پروژې ژر تر ژره پيل او کانال ورغوي.
د ده په وينا، په يادو پيسو به د کانال د اوبه خور سيستم، ساختمانونه، د زيتون فابريکې ماشينري او داسې نورې چارې په کلي ډول ترميم او ورغوي.
زيارت ګل راحل زياتوي، چې د کانال رياست لپاره به زراعتي وسايل هم وپېري.
ده وويل: ((د کانال د پاک کارۍ او محافظوي دېوالونو د رغېدو ترڅنګ د زيتونو فابريکې د بيا فعالېدو پر پروژه هم کار کوو.))
نوموړی وايي، دغه فابريکه، چې ډېره پخوانۍ او مهمه وه، په دې وروستيو کې له فعاليته ځکه لوېدلې وه، چې د زيتون ونو حاصل نه ورکاوه.
د هغه په وينا، په دې پروژو کې ځنګلونه هم شامل دي، چې په روان کال کې يې شاوخوا دوه سوه زره د ځنګلونو ونې کېنولې دي.
د ننګرهار کانال چې لسګونه کاله پخوا د ننګرهار په پنځو ولسواليو کې تېر شوى، ١٢٥ زره جريبه ځمکه خړوبوي، چې له نيمايي زيات يې دولتي فارمونه دي.
پژواک په دې اړه په ولسي جرګه کې د ننګرهار له يو شمېر وکيلانو سره اړيکه ونيوه، خو د کانال  د رييس د څرګندولو په غبرګون کې يې له څه ويلو ډډه وکړه.
خو د ننګرهار د ولايتي شورا غړى ذبيح الله زمرى وايي، چې په حکومت او وکيلانو دواړو کې فساد شتون لري.
هغه پژواک اژانس ته وويل، دا له امکان لرې نه ده، چې د کانال په پروژه کې دې ياده ستونزه نه وي.
د نوموړي په وينا، کېداى شي په دې پروژه کې وکيلان او حکومت دواړه د فساد هڅه کوي.