باميان (پژواک، ٧ وږی ٩٨): په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ښځو د پراخ ګډون لپاره د بایومتریک سیستم په وسیله د رایې ورکونې په اړه د د عامه پوهاي پروګرام پیل شو.
ټاکل شوې راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې په ټول هېواد کې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي.
په بامیانو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د جنډر مسوولې عاقلې یوسفي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ټاکنو اړوند د دغه روزنیز پروګرام موخه دا ده چې ښځې د رایې ورکونې په ورځ له ستونزو سره مخامخ نه شي او دغه راز په ټاکنو کې د ښځو د ګډون کچه زیاته شي.
نوموړې زیاته کړه، ټاکل شوې د دغه پروګرام له لارې د سواد زده کړو مرکزونو کې له پنځو زرو ډېرو ښځو ته د رایې ورکونې په اړه روزنه ورکړل شي.
دې وويل: ((د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د رایې ورکونې د رایې  د رایې ورکونې د طریقې په اړه د معلوماتو د نه لرلو له امله د ډېرو هېوادوالو رایې لغوه شوې او دغه ستونزه ډېری ښځو درلوده.))
هغه زياتوي، د دغه پروګرام په پلي کېدو به د بامیانو اوسېدونکې د خپلو رایو د سمې کارونې طریقه زده کړي چې دغه کار به د درغلۍ زمینه هم کمه کړي.
د بامیانو د پوهنې وزارت د سواد زده کړو امر صادق فرهنګ پژواک اژانس ته وویل، دغه پروګرام د بامیانو ولایت د مرکز او ولسوالیو د سواد زده کړو په ټولو مرکزونو کې جوړېږي.
نوموړي د دغه پروګرام جوړېدل ډېر مهم وبلل او ویې ویل، د روان کال د تلې میاشتې په ټاکنو کې به د بامیانو د ښځینه اوسېدونکو ګډون پراخ وي.
د بامیانو اوسېدونکې او د دغه پروګرام یوې ګډونوالې خاور وویل: ((نن مو د بایومتریک طریقه زده کړه چې څه ډول مو په بایومتریک ماشین کې انځور راشي او ګوته مو په کې مشخصه شي.))
هغې زیاته کړه، د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال د بامیانو اوسېدونکې له ګڼو ستونزو سره مخامخ وې، ځکه لومړى ځل د بایومتریک سیستم په طریقه رایه ورکول کېده.
نوموړې وویل: ((موږ لېواله یو چې په ټاکنو کې ګډون وکړو او د خپلې خوښې نوماندان ته رایه ورکړو، موږ غواړو په هېواد کې مو سوله راشي، چاودنې او ځانمرګي بریدونه پای ته ورسېږي.))
د انجیلا محمودي په نوم د دغه پروګرام یوې بلې ګډونوالې پژواک ته وویل، رایه ورکول د ټولو خلکو حق دی او ښځې باید د رایې ورکونې له حقه استفاده وکړي.
هغه زیاته کړه: ((موږ رایه ورکوو څو د خپلې خوښې شخص وټاکو.))

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.