عبدالجبار نعيمي د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکى دى، هغه په ۱۳۴۶ لمريز کال کې پيدا شوى دى، لومړنۍ زده کړې يې په کندهار کې ترسره کړې او بيا نورې زده کړې يې په پاکستان کې د کډواې پر مهال کړي دي.
هغه هم د نورو افغانانو په څېر د شوروي تر يرغل وروسته پاکستان ته کډوال شو، په ۱۳۸۱ لمريز کال کې د پېښور په افغان کونسلګرۍ کې هم دديپلومات په توګه کار کړى دى. تر دې مخکې داستاد رباني په وخت کې په اسلام اباد کې دافغانستان سفارت دلومړي سکرتر په توګه دنده ترسره کړې.
د۱۳۸۳ لمريز کال د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال په پاکستان کې د ولسمشر کرزي د ټاکنيز کمپاين د مسوول په توګه دنده ترسره کړه.
تر هغې وروسته عبدالجبار نعيمي د ميدان وردګو د والي په توګه دنده ترسره کړه او بيا د خوست د والي په توګه وټاکل شو، چې تر اوسه دغه دنده ترسره کوي.
نعيمي د محاذ ملي افغانستان ګوند غړى دی ،او  په پښتو، دري، انګلسي، او اردو ژبو پوهېږي.