سرپل ښار (پژواک، ١٦ لېندۍ ٩٣): د سرپل ولايت ځيني اوسېدونکي وايي چې له دوى سره د امو دريا د نفتو په حوزه کې د زرګونو کسانو پر دندو د ګومارلو ژمنې شوې، خو لا تر اوسه نه دي عملي شوې.
بلخوا د دغه ولايت ځيني ځوانان شکايت کوي چې له دوى سره د يادې پروژې له پيل څخه مخکې ژمنه شوې وه چې په دې حوزه کې به ورته د کار زمينه برابروي، خو تر اوسه يې دغه کار نه دى کړى.
د محمدابراهيم په نوم يوه ځوان پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې د نفتو د استخراج چارې پيل شوي خو تر اوسه يو تن هم په کار نه دى ګومارل شوى.
د عزيز الله په نوم يو بل ځوان وايي چې پخوا يې د قشقري د نفتو په حوزه کې دنده لرله، خو له تېرو دوو کلونو راهيسې اوزګار دى.
ده زياته کړه: ((چارواکو ژمنې کړي او موږ يې منتظر پاتې کړي يو، حکومت بايد ژر تر ژره سلګونو ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.))
د سرپل د کار او ټولنيزو چارو رييس محمدهاشم عمري وايي چې د دغه ولايت ٥٥٠٠ کسان منتظر دي، څو د نفتو په حوزه کې ورته کار پيدا شي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، دولت ژمنه کړې وه چې د قشقرې د نفتو په حوزه کې به ژر تر ژره کار پيل او خلکو ته د کار زمينه برابره شي، خو تر اوسه يې د کار درک نه دى معلوم.
د نوموړي په وينا، ټاکل شوې چې د ١٣٩٤ لمريز کال په لومړيو کې پر يادې حوزې رسمي کار پيل شي.
دى وايي چې تر اوسه ٥٥٠٠ کسانو د سرپل په نفتي حوزه کې د کار لپاره عريضې ورکړي او دوى يې هم منتظر کړي دي.
د سرپل د ولايتي شورا يو غړى محمداصف صادقي د خلکو شکايتونه تاييدوي او وايي چې دوى د يوه رسمي مکتوب له لارې له اړوند شرکته غوښتي څو له خلکو سره کړې ژمنې عملي کړي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د چينايي شرکت نظر واخلي، خو اړيکه ورسره ونه نيول شوه.
دا په داسې حال کې ده چې چارواکو د دغه ولايت خلکو ته ژمنه ورکړې وه چې د سرپل د نفتو په حوزه کې به ٩٠ سلنه ځايي کارګران پر دندو ګوماري.
Add new comment