جلال اباد (پژواک، د وري لومړی ۹۲) وسلوالو طالبانو په ننګرهار ولایت کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون درې تښتول شوي غړي خوشې کړل.
څو ورځې مخکې وسلوالو کسانو له هسکې مینې ولسوالۍ څخه د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پنځه غړي تښتولي وو.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي پژواک ته وویل چې له تښتول شویو کسانو څخه یې درې تنه نن خوشې او خپلو کورونو ته رسیدلي دي.
د اصف په نامه دسیمې یوه اوسیدونکي پژواک ته وویل چې دغو کسانو ته طالبانو ویلي چې بیا به په ټاکنو کې دنده نه ترسره کوي او په همدې ضمانت یې خوشي کړي.