خوست(پژواک ٢٤غبرګولى٩٣):دخوست په عليشېرو ولسوالۍ کې د وسله والو په راکټي بريد کې پنځه ماشومان ووژل شول او ١٧ تنه ټپيان شول، چې ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د يادې ولسوالۍ قومي مشر حاجي تراب خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه مهال د عليشېر ولسوالۍ د "ببرک تاڼې" په سيمه کې په يوه کور کې دوه راکټونه ولګېدل.
ده وويل،چې لومړي راکټي بريد کې د دې کور څو اوسېدونکو مرګ ژوبله اوښتې وه، کله چې سيمې ته نور خلک راورسېدل، بل راکټ هم ولګېد.
تراب وايي، په دې سيمه کې دى په خپله هم اوسېږي او له دې ځايه د رايو ورکولو مرکز هم يو څه لرې دى.