تدابير امنيتی جدی برای عيدقربان در ننگرهار گرفته شده است

 
جلال اباد (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩١): د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالله ستانکزى په لوى اختر کې د ښه امنيت په موخه ګڼ امنيتي تدابير نيولي دي.
نوموړي د لړم په لومړۍ نېټه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې دوى په خپلې امنيتي غونډې کې د اختر لپاره په امنيتي تدابيرو غور کړى او ځينې پرېکړې يې کړې دي.
نوموړى ټولو ننګرهار مېشتو ته ډاډ ورکوي، چې د اختر په ورځو شپو کې دې په ښه ارامه زړه ميلې وکړي.
هغه زياته کړه: ((موږ مخکې له مخکې د امنيت لپاره يو قوي پلان لرو، هېڅ ستونزه به نه راولاړيږي، زموږ کشفي ارګانونه ډېر چټک کار کوي.))
امنيه قوماندان وايي، چې يو شمېر غير مسوول وسلوال هم شته چې په اړه يې کلک تدابير نيول شوي، چې له نيول کېدو سره به سم د قانون منګولو ته وسپارل شي.
ستانکزي د ځينو لوړ پوړو دولتي چارواکو، د پارلمان او ولايتي شورا د وکيلانو له خوا د غير قانوني وسلو د ګرځولو په اړه وويل: ((ځينې خلک شته چې د وسلو قانوني جواز نه لري، له نيول کېدو سره سم به قانون ته وسپارل شي.))
هغه وايي، چې د تورو ښيښه لرونکو موټرو په اړه يې هم جدي تصميم نيولى دى.
نوموړي زياته کړه: ((که چارواکي وي او که زورواکي، چې د موټر ښيښې يې تورې وي هغه به سپينيږي.))
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال ستانکزى وايي، چې ځيني قاچاقبران له مذهبي ورځو په ګټې اخيستنې نشه يي او چاودېدونکي توکي قاچاق کوي، خو دوى به تر نورو ورځو ډېر په دغه ستر اختر کې امنيتي تدابير کلک کړي ترڅو د دولت مخالفين له دغو ورځو بده ګټه پورته نه کړي.
هغه وويل، چې د اختر پر مهال به هغه موټر هم ونيسي چې قانوني اسناد نه لري او په ښار کې د خلکو لپاره مزاحم ګرځي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د لړم د مياشتې په ٥مه، چې د جمعې له مبارکې ورځې سره سمون خوري، د لوى اختر لومړۍ ورځ ده.