ANA poised to counter Pakistani raids: Gen. Waziri

 
جلال اباد (پژواک ٢٠ لړم ٩١): په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان وايي، چې که له مرکز څخه ورته اجازه وشي، نو دوى د پاکستاني بريدونو هر ډول ځواب ورکولى شي.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمدزمان وزيري دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.
د روان لمريز کال له پيله راهيسې پاکستاني ځواکونو د ختيځو ولايتونو پر سرحدي سيمو او په ځانګړې توګه د ننګرهار او کونړ پر سرحدي ولسواليو توپچي بريدونه پيل کړي دي.
د دغو بريدونو له امله د کونړ په دانګام کې شاوخوا ٦٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او په دواړو ولايتونو کې سلګونه هغه کورنۍ چې د سرحدي سيمو اوسېدونکي وو، بې ځايه شوي دي.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمدزمان وايي، چې له پاکستان سره د يوه ګاونډي په توګه غواړي چې دا ستونزه د خبرو اترو له لارې هواره شي، خو که په خبرو ستونزه هواره نه شوه، نو بيا به دوى په بل ډول فکر وکړي.
هغه زياتوي، چې دوى د مرکز هداياتو ته منتظر دي.
نوموړى وايي: ((که ما ته امر وشي نو زما پوځ دومره وړتيا لري چې نه يواځې د دغو بريدونو مخه ونيسي بلکې چا ته به هم دا اجازه ورنه کړي چې يو قدم هم زموږ خاورې ته راشي.))
د جنرال وزيري په وينا، که چېرې د سرحد ستونزه د ډيپلوماتيکو خبرو له لارې حل نه شي نو دوى کولى شي چې د بوځي ځواک له لارې يې حل کړي.
تورن جنرال وزيري وايي، چې په اوس وخت کې د دوى د مسووليت ساحه له بهرنيو ځواکونو بېله شوې، اوس که دوى عمليات کوي پرته له دې چې د بهرنيو ځواکونو مرسته واخلي، په خپلو امکاناتو سره يې کولى شي.
ده زياته کړه: ((زموږ ملي اردو اوس د دې وړتيا لري چې په يواځې ځان عمليات وکړي، د ملي اردو د عملياتو ګټه دا ده چې خپل افغانان يې ترسره کوي.))
د سېلاب قول اردو قوماندان د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ځيني مجرمين مخکې له دې چې پر سزا محکوم شي، خوشي کېږي، وويل: ((دا ناخوالې موږ هم وينو، چې مجرم پرته له دې چې سزا ورته ورکړل شي، خوشى کېږي.))
نوموړى زياتوي، چې د دوى کشفي ارګانونه په قانوني ډول کولى شي چې يو مجرم تر ٧٢ ساعتونو پورې له ځان سره وساتي او وروسته يې نورو ادارو ته سپاري، دا چې وروسته نورې ادارې يې خوشى کوي د دوى مسووليت نه دى.
قوماندان وزيري دا هم وويل، چې په اوس وخت کې د دولت وسلوال مخالفين د مخامخ جګړې توان نه لري، هغه وايي، چې وسلوال مخالفين له ماينونو نه استفاده کوي چې دا د وسلوالو د کمزورۍ نښه ده.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان د ملي اردو د ځينو اړتياوو او ستونزو يادونه هم وکړه.
هغه زياته کړه: ((اوس مهال موږ د انجينرۍ سامان الاتو ته سخته اړتيا لرو، هوايي ځواک ته هم زموږ اشد ضرورت دى، له موږ سره دا ژمنه هم شوې وه، ډېر ژر به موږ په دغه ځواک هم اکمال شو.))
دى وايي، که کومو سيمو ته د ملي اردو سرتېري رسيدګي نه شي کولى، هغه به د امکاناتو کمښت وي.
جنرال وزيري وويل، چې په اوسنيو کمو امکاناتو هم دوى کولى شي چې د دښمن په مقابل کې دومره ستر مقاوت وکړي، نو که په هوايي ځواک سمبال شي نو بيا به د ملي اردو په ځواک کې هېڅ (خو) پاتې نه شي.
نوموړى پر ټولو هېوادوالو غږ کوي، چې له ملي اردو سره دې همکاري وکړي ترڅو د هېواد ملي اردو غښتلې شي او د هېواد په هر ګوټ کې امنيت ټينګ شي.
د يادونې ده، چې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د څلورو ختيځو ولايتونو ترڅنګ په کاپيسا او پروان ولايتونو کې هم فعاليت لري.