Pre-poll national consensus to salvage Afghans: Ahadi

 
جلال اباد (پژواک ٢٤ ورى ٩٢ ) : د افغان ملت ګوند مرکزي غړى او د سوداګرۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي وايي، چې په کابل کې يو شمېر کړيو د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ملي اجماع لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.
ډاکټر احدي دغه څرګندونې پرون دوري په ٢٣مه، په جلال اباد ښار کې پژواک خبري اژانس سره ديوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.
 هغه زياته کړه ، چې د ملي اجماع د هلو ځلو په پايله کې ددې امکان ډېر دى ، چې  په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د کانديدانو شمېره کمه وي او په لوړو رايو يو کانديد د رياست جمهوري ټاکنې وګټي.
خو ډاکټر احدي وايي ، چې که د راتلونکو ټاکنو لپاره اجماع کېږي او يا نه ، خو دا ټاکنې بايد شفافې او رڼې وي.
ده زياته کړه :(( که چېرې د ټاکنو لپاره اجماع صورت نيسي، نو دا تر ټولو ښه خبره ده، خو که چېرې اجماع صورت ونه نيسي، نو بايد ټاکنې قانوني ترسره شي او حکومت بايد د ټاکنو د روڼوالي لپاره تر وروستي بريده  هلې ځلې وکړي. ))
د افغان ملت ګوند دغه مرکزي غړي وويل ، که چېرې راتلونکې ټولټاکنې رڼې، ازاده او عادلانه وي، نو ټولو غاړو ته به د منلو وړ وي او که چېرې د پخوا په څېر پکې ستونزې ډېرې وي، نو بيا به ګډوډۍ رامنځته کړي.
د سوداګرۍ وزير وايي ، چې که دا ځل په افغانستان کې ټاکنې رڼې نه وې، نو د يوې سترې ګډوډۍ امکان تر ډېره ليدل کيږي او ښايي يوه داسې ګډوډي رامنځته شي ، چې بيا به يې له منځه وړل ډېر ستونزمن وي.
نوموړي وويل: ((زه له نورو ډلو سره هم په تماس کې يم ، هغوى هم پر دې ټينګار کوي، چې که ټاکنې رڼې وي، دوى به ورته غاړه کيږدي.))
د هغه په وينا، يو شمېر نړيوالو مرستندويه ټولنو او هېوادونو هم ويلي ، چې که  ټاکنې رڼې ونه اوسي، نو له افغانستان سره به خپلې مرستې بندې کړي.
ډاکټر احدي زياتوي، چې تر اوسه پورې هېڅ کوم کانديد په روښانه ډول خپله کانديداتوري نه ده اعلان کړې، خو دى داسې اټکل کوي، چې يو کانديد به په ډېر لوړ اکثريت سره بريالى شي او نور به يې ملاتړ وکړي.
احدي د رايو د کارتونو په اړه وويل، چې دا يوه ګډه وډه موضوع ده او ددې ستونزې دهواري  غوښتنه يې وکړه.
ده زياته کړه ، چې د برېښنايي تذکرو د وېش په لومړۍ غونډه کې ويل شوي و ، چې په يوه کال کې کولى شي ، چې ١٢ميليونه برېښنايي تذکرې ووېشي، خو په هغه پروسه کې هم ستونزې پيدا شوې  او دا کار ټکنى شوى دى.
احدي وايي، چې امنيت د ټاکنو په شفافيت کې تر ټولو مهم رول لري او په کومو سيمو کې ، چې امنيت ډاډمن نه دى، بايد د ټاکنو لپاره ورته کومه بله سيمه وټاکي.
دى وايي: ((تېر ځل په ځينو ناامنه سيمو کې ډېرې خرابيانې وشوې،خوستره ستونزه په کمېسيون کې هم موجوده وه،بايد سږکال ورته پاملرنه وشي. ))
ډاکټر انورالحق احدي زياتوي، چې د دغو موضوعاتو د له منځه وړلو په برخه کې تر اوسه پورې هېڅ اقدامات نه دي شوي.
نوموړي د خپل ګوند د کانديد په اړه څه ونه ويل ، خو زياته يې کړه ، چې کېداى شي دا ځل د ولسمشريزو ټاکنو لپاره کانديدان کم واوسي.
د يادونې  ده، چې تېر ځل د ولسمشرۍ لپاره تر ٤٠ زياتو کسانو ځانونه کانديد کړي وو.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټولټاکنې ټاکل شوې ده، چې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه، په يوه ورځ ترسره شي .