فيض اباد(پژواک، ٢۷ ليندۍ ٩٢):بدخشان دهېواد له شمال ختيځو ولايتونو څخه يو غرنى ولايت دى، چې د کانونو په ځانګړي ډول د لعل او لاجوردو سرشاره زېرمې لري.
دا ولايت له چين، پاکستان او تاجکستان سره پر پوله پروت دى او د کانونو رياست د معلوماتو له مخې، دکاني زېرمو شمېر يې ١٦ ته رسېږي، چې زرګونه کسان په کې کار کوي.
جيولوجيکي څېړنې او مطالعې څرګندوي، چې بدخشان لا هم دهغو ولايتونو په ډله کې دى، چې ډېرى کاني زېرمې يې لا هم نه دي سپړل شوې.
دا کانونه د کران ومنجان، ارګو، درايم ، بهارک، ارغنچخواه، اشکاشم، ماهمي، جرم، خاش، کوهستان او راغستان په ولسواليو کې موقعيت لري.
 ددې ولايت له مشهورو کانونو څخه په کران و منجان  ولسوالۍ کې د لاجوردو کان، په اشکاشم ولسوالۍ کې د لعلونو کان، په جرم ولسوالۍ کې د بيروچو کان، په خاش ولسوالۍ کې د ياقوتو کان، په کوهستان او راغتستان ولسواليو کې د سرو زرو کان او په ارګو ولسوالۍ کې د ابرک ډبرو او ډبرو سکرو کانونه يادولى شو.
په بدخشان ولايت کې درې ډوله کانونه( لوى، منځني او کوچني ) شته چې له ډلې يې په کران و منجان کې د لاجوردو، په اشکاشم په غاران نواباد کې د لعلو، د درايم په يامچيان ساحه کې د ابرکو، د بهارک په سم دره کې د اکامرونو، او د جرم ولسوالۍ په ديودره او سفيدبندان ساحو کې د بيروچو کانونونه يادولى شو، چې دا ټول قرار داد ته سپارل شوي او يا هم تر قرار داد لاندې دي.
 د بدخشان د کانونو چارواکي وايي، چې په دې کانونو کې په ورځني ډول ٣٥٠٠ تنه کارګر کار کوي،  چې قرار دادي شرکتونه د کار په بدل کې مياشتنۍ تنخوا ورکوي.
ددوى په خبره، سږ کال ددې ولايت له کانونو څخه ٢٩ ميليونه افغانۍ خالص عوايد تر لاسه شوي دي.
١- د لاجوردو کان :
لاجورد د زينتي ډبرو له جملې څخه دي، چې د زېوراتو د غمي او دکورونو د ښکلا لپاره کارېږي.
دا قېمتي ډبرې تخنيکي استعمال نه لري او يواځې د زينتي توکو په برخه کې کارول کېږي.
د بدخشان د لاجوردو کان چې د نړۍ په کچه تر ټولو غوره کيفيت لري، د کران و منجان ولسوالۍ په سرسنګ ساحه کې او د هندوکش په اسمانڅکو غرو په منځ کې موندل کېږي.
ددې کان تړون له ١٥ کلونو راهيسې له يوې افغاني کمپنۍ سره شوى  او ساتنه يې هم د شرکت د ساتونکو پر غاړه ده.
 د بدخشان د کانونو چارواکي وايي، چې ددې کانونو وېستنه تر يوې کچې په فني ډول شوې او هر څومره چې امنيتي وضعيت ښه کېږي، نو قرار دادي شرکتونه هم ښه وسايل له بهر څخه واردوي او ددې ترڅنګ زياتو کسانو ته د کار زمينه مساعدېږي.
د کران و منجان د لاجوردو په کان کې د محمدظاهرشاه  او سردار محمد داوودخان د واکمنۍ پرمهال ٤٠ سمڅې او د مجاهدينو په حکومت کې ٦٠ سمڅې جوړې شوې او دا ملي پانګه په ناقانونه  ډول را اېستل کېدله، خو استخراج يې  د تړون له لاسليک وروسته قانوني بڼه ومونده.
د هېواد داساسي قانون د لومړي څپرکي د نهمې مادې پر بنسټ، کانونه او  د تاريخي اثارو په څېر نورې تر ځمکه لاندې زېرمې د دولت شمتمني ده، د دولت د ملکيتونو ساتنه او د طبيعي زېرمو او نورو عامه ملکيتونو سمه کارونه د قانون له لارې تنظيمېږي.
 لاجورد د نيمه قيمتي ډبرو څخه دي، چې د مطالعاتو له مخې، څلور زره کاله وړاندې په بدخشان کې استخراج شول، په داسې حال کې  چې په اوسنۍ بڼه توليد يې له ١٩٤٣ لمريز کال څخه وروسته پيل شو.
هغه لاجورد چې د لندن په موزيم کې اېښودل شوي، د افغانستان له هغو لاجوردو څخه دي، چې ٣٨٠٠ کاله وړاندې استخراج شوي وو.
د افغانستان په شمال ختيځ کې د لاجوردو  ٢٧ زره زېرمو شتون مطالعه شوى ، چې له دې ډلې څخه د بدخشان د لاجوردو کان د ډېر اهيمت وړ بلل شوى دى.
په ټولو زېرمو کې د شته لاجوردو اندازه ١٢٩٠ ټنو ته رسېږي، چې د  بدخشان په سرسنګ سيمه کې يواځې ١٤١ ټنه لومړۍ درجه لاجورد شته،  همدارنګه ٦٥ ټنه نور په کې دويمه درجه لاجورد تثبيت شوي  دي.
په افغانستان کې د لاجوردو کلنى توليد له پنځو تر لسو ټنو پورې دى، چې تر ټولو زياته برخه يې بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي او ډېره کمه اندازه يې د لاسي صنايعو مرکزونو کې کارېږي.
د  افغانستان لاجورد دجنسيت له اړخه اوبيز، پيکه اوبيز، روښانه اوبيز، تېز اوبيز، روښانه زرغون رنګ، نرم  او راڼه رنګونه لري، چې د نورو هېوادونو په پرتله  ځانګړى امتياز لري. لاجورد د ډبرې پېژندنې او سوداګريز بازار له اړخه په لومړۍ، دويمه، درېيمه، څلورمه او پنځمه درجه وېشل شوي دي.
 په تېرو کلونو کې د لاجوردو استخراج په پرله پسې ډول ادامه درلوده، خو دا بهير د هېواد د ناسم امنيتي وضعيت په سبب، نه يواځې چې تم شو، بلکې د ځينو نا مسوولو  کسانو له خوا اېستل کېدل، چې له همدې امله کانونو ته زياتې ويجاړۍ او زيانونه واوښتل، چې دولت ته به يې جبران ګران وي او بيارغونه يې پراخه پانګې ته اړتيا لري.
د کانونو وزارت وايي ، چې د غيرقانوني وسله والو له خوا د لاجوردو ناقانونه اېستنې د بدخشان د لاجوردو کان ته په ميليونونو افغانۍ زيان رسولى دى.
 د کانونو وزارت سلاکار انجنير عبدالقدير ، چې په ١٣٩٠ لمريز کال کې يې د بدخشان د لاجوردو کان څخه ليدنه کوله ، ويلي و، چې د کانونو په دننه کې د ډينامټ په وسيله چاودنې په کان کې  د زرګونه ټنه ډبرو د شړېدو او د لاجوردو کاڼو د ماتېدو سبب ګرځېدلي  دي.
هغه زياته کړې، چې ددې کان لاجورد د چاودنو  له امله تر کچې زيات درزونه ليدلي او کله چې د زېوراتو  په پرمختللو ماشينونو ترې ګاڼې جوړېږي، نو په  خپله په وړو پارچو بدلېږي.
ددې سلاکار په وينا، د سيمې د زور واکو دا عمل ددې سبب شوى، چې د بدخشان لاجورد خپل ارزښت په نړيوالو بازارونو کې ورځ تر بلې وبايلي.
 بدخشان ولايت ته د کانونو استول شوي انجنيران وايي، چې داصلي صوفونو (سمڅو ) د پاکولو او د کان داخل ته  د يوه سړک په جوړولو دوه ميليونه ډالر لګېږي.
د بدخشان والي شا ه ولي الله اديب هم د لاجوردو کان له وضعيت څخه ناخوښ دى او ددې کان داستخراج د درېدو غوښتنه يې کړه ده.
همدارنګه د کانونو چارواکو پخوا ويلي وو، چې لاجورد ډبرې د سيمه ييزو قرار دادونو پر بنسټ  په غير معياري ډول استخراجېږي.
 د کانونو وزارت د تفتيش غړي محمداکبرخالد، پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې په تېرو درې لسيزو جګړو کې او اوسمهال ددې کان لاجورد د غير مسلکي افرادو له خوا په غير معياري بڼه استخراجېږي.
ده په کانونو کې د استخراج لپاره د چاودېدونکو توکو چاودنه د کان وېستنې له غير قانوني لارو وبلله او ويې ويل چې  دغير معياري لارو کارونې د لاجوردو  حاصله عوايد کم کړي، چې له ورته اوښتي زيان څخه کم دي.
خالد ادعا کوي چې د لاجوردو کان لا هم د دولت په واک کې نه دى او ټول قرار دادونه يې په سيمه ييزه کچه د ځايي خلکو او ځينو قوماندانانو له خوا په غير قانوني ډول لاسليک کېږي.
 د سرچينې په خبره، ددې مودې په اوږدو کې، د غير قانوني استخراج په سبب سلګونه ټنه ډبرې او جغل د کان دننه انبار شوي، چې د پاکونې لپاره يې لسګونو ميليونو ډالرو ته اړتيا ده.
هغه وويل:((تر هغو چې د کان پاک کاري ونه شي، نو لاجورد په معياري ډول نه شي اېستل کېدى.))
دا چې بدخشان له پاکستان، چين او تاجکستان سره ګډه پوله لري، نو ځينې قېمتي ډبرې يې د قاچاق وړونکو له خوا دې هېوادونو ته لېږدول کېږي.
د بدخشان د لاجوردو کان پخواني امر انجنير زکريا څو کاله وړاندې ويلي وو، چې ځينې ځايي قوماندانان د کان لاجورد په غير قانوني ډول باسي.
 دده په خبره، د لاجورد تر ټولو زياته برخه د پاکستان له لارې قاچاق کېږي او يواځې له درېيمې تر لسمې درجې  پورې يې د هېواد دننه پلورل کېږي، خو لومړي، دويم او درېيم چې اوچته بيه لري او خالص دي، په غير قانوني ډول نورو هېوادونو ته صادرېږي.
دا دسته بندي د کيفيت او مرغوبيت په وسيله کېږي. د بدخشان لاجوردو د لومړۍ، دويمې او درېيمې درجې کيلوګرام په نړيوالو بازارونو کې په ٥٠٠ ډالرو  او له څلورم نه تر لسم پورې بيا تر ١٠ ډالرو پورې پلورل کېږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې،  که چېرته په هېواد کې خالص لاجورد تبادله  او په قانوني ډول صادرشي، نو زيات عوايد لاسته راځي.
 تر دې وړاندې د عبدالجليل په نامه د لاجوردو يوه سوداګر ويلي و، چې د سوداګرو او قرار داديانو ترمنځ ديوې هوکړې له مخې د هرو ٣٠ منو لاجوردو څخه ٤٠ افغانۍ د تهجايي په توګه دولت ته ورکوي.
هغه تاييد کړه، چې يو شمېر کسان لاجورد په غير قانوني ډول استخراجوي، چې بايد مخه يې ونيول شي.
 ٢-د سرو زرو کان :
 د سرو زرو کانونه د کوهستان  ولسوالۍ په ريشوې او د راغستان په بيکادر سيمو کې موقعيت لري، هلته د کوارتز ډبرو او سرو زور څلور رګونه شته ، چې د کاني توکو په ټن کې يې تر ٨٥ ګرامو پورې سره زر موجود دي.
بدخشان د طبيعي او عايداتي سرچينو  له اړخه  دولت ته د هېواد له دويمه درجه ولايتونو څخه دى، او رسوبي سره زر( دريابي) يې د نورو طبيعي کانونو څخه  دي، چې له لسګونو کلونو راهيسې د اشخاصو او افرادو له خوا په غير قانوني ډول له رېګ وينځنې تر لاسه کېږي او په کلني ډول د سيندونو د ويجاړۍ سبب ګرځي.
سره زر  د کوکچې سيند او د هغو د مرستيالانو په اوږدو کې يوه پراخه ساحه جوړوي، چې د سرو زرو اندازه يې په هر متر مکعب کې په منځنۍ کچه  ٣٩٤ ملي ګرامه محاسبه شوې ده.
  د کانونو په برخه کې د وزيرانو کمېسيون د ١٣٩١ لمريز کال په ليندۍ مياشت کې د کانونو د برخې د درېيو شرکتونو د پراختيا طرحه  په درېيو کانونو کې د پانګونې په برخه کې تاييد کړه ، دا درې کانونه د بدخشان د سرو زرو کان، د بلخاب د مسو کان او دهرات ولايت د شيداي د مسو کان څخه عبارت دي،  چې له دې ډلې د بدخشان ولايت  د سرو زرو کان پراختيايي پلان د ٤x٢٥٠ کيلومتره مربع اکتشافي ساحې سره  د دولت په لومړيتوبونو کې ځاى لري.
٣- دلعلونو کانونه :
د لعلو کان د بدخشان ولايت په اشکاشم سيمه کې په بنفشي ډوله  او سره رنګ کې موندل کېږي. د شنه، ابي ، ژېړ او تور رنګ لوړې درجې لعلونه په سختۍ سره موندل کېږي.
٤-الماس:
الماس د نورو احجارو په پرتله  لوړه سختي، زيات مقاومت او روڼ رنګ لري. د همدې سخت والي له امله د اجسامو په توږولو او تراش کې کارېږي، که څه هم تر اوسه په افغانستان  کې الماس نه دي پيدا شوي، خو د جيولوجي عالمان عقيده لري، چې په بدخشان ولايت  کې شتون لري.
د بدخشان نور کانونه:
 په بدخشان ولايت کې د وسپنې او مسو کانونه هم شته، چې کانونه يې په شغنان ولسوالۍ کې د امو سيند په ښي ساحل او بدخشان نه بهر د اخص په معنى دي. د وسپنې کانونه د بدخشان په سياه دره  کې شته چې اټکليزه زېرمه يې له ٤٠ څخه تر ٤٥ ميليون ټنو پورې رسېږي.
په وروستيو کلونو کې د ابرک ډبرو، د ډبروسکرو، ياقوتوو زبرجد، جيدت، کلسيم سلفيت( ګچ)، د مرمرو ډبرو، کوارتز او سربنتين کانونه کشف شوي، چې د کشف په اړه يې څېړنې او مطالعې دوام لري.
له دې جمله نه کوارتز يو له هغو کانونو څخه دى چې داستخراج په صورت کې د افغانستان ښېښه تمويلوي. د بدخشان  دکانونو د چارواکو په وينا، افغانستان هر کال د ښېښې د اړتيا له اړخه ٥٠٠ ميليونه ډالره لګښت لري.