د محبوب ليکنه
دا پوښتنه که څه هم په لنډو ټکو او کرښو کې نه شي ځوابيداى، خو دلته يو لړ هغه لاملونه په ګوته کولى شو، چې د دې پوښتنې يو څه ځواب ووايي، هغه لاملونه به کوم وي چې د ننګرهار امنيت يې ګډوډ او د سولې کور يې د جنګ په کور بدل کړ؟
١_ د ننګرهار د امنيت په خرابيدو کې يو لوى لاس دنننۍ دولتي ادارې دى، دغه اداره دومره کمزورې او بې کيفايته ده، چې د امنيتي تدابيرو او ثبات لپاره همغږي او پلان نه لري.چارواکي يې د خپلې ادارې نه زياته حاضري په بهرنيو هېوادونو او نورو ولايتونو کې ورکوي، د دوى همغږي د سوداګرو تر غوړو،غوړو ميلمستياو محدوده ده، خو کله هم داسې نه دي شوي چې يوه شېبه دې، د سيمې د امنيت او ثبات د طرحې لپاره راټول شي، په اداره کې فساد دې حد ته رسيدلى چې نوره خبره له شکايته وتلې، ځکه شکايت په خپله د فساد لپاره يو ور پرانيزي.
٢_ د ځمکو غصب بل هغه لامل دى چې د همدې مرکزي ادارې او ولسي جرګې د يو شمير استازو له خوا ترسره کيږي، دوى يو له بل  سره په همدې ګټو لاس او ګرېوان دي، ولس د دوى د همدغو ګټو قرباني دى.
٣_ د څلورو کورنيو تر منځ پر شخصي ګټو معاملې بل لامل دى، په دې کورنيو کې دوه لوړپوړي دولتي کورنۍ دي او دوه هغه سيمه ييزې کورنۍ دي چې ټول عمر يې د دغه ولايت ګټې شخصي جيبونو ته اچولي دي. د دوى تر منځ مخالفت تر شخصي ګټو پورې دى، د ولايت مشرتابه کله له يوې ډلې سره جوړ جاړي ته رسي او کله هم له بلې ډلې سره. خپل پايښت په همدې جوړجاړيو کې ويني. د دوى هڅه دا ده ، چې څرنګه د يو بل پر وړاندې د خپلو ګټو او پايښت په خاطر ولس وکاروي، ولس تل د دغو لوبو نندارچي پاتې شوى دى.
٤_ يو شمېر چارواکو له ځانه سمټي ديوالونه چاپير کړي،ګڼ شمېر وسله وال يې په خپل وره کې کېنولي او له بهره هېڅ ځان نه خبروي، د دوى شعار يواځې او يواځې له خپل ځانه ساتنه ده، خبرتيا يې يواځې او يواځې د وسله والو ډلو سره اړيکه ده. پر دوى دې ډز نه کيږي، نور چې هر څه کيږي د دوى پرې هېڅ.
٥_ د مرکزي ادارې حکمونو او فرمانونو ته نه درناوى، د پېسو د ټولولو لپاره کله يو ور پرانيزي او کله بل. ولسمشر د بيارغونې په نوم د پېسو د ټولو زنځير د يو فرمان په صادرولو لرې کړ، خو د ننګرهار   والي دا زنځير تر ډيره لرې نه کړ او اوس لا دا واورئ، چې دغه زنځير ته يې بل نوم وټاکه او جيب يې هم ورته بل جوړ کړ، اوس د غزني په نوم پېسې اخيستل کيږي. د ده او يو شمير هغو سوداګرو پرې څه چې له ده سره په دې کار کې همغږي دي، ځکه زور يې له ولسه وځي، نو دغو لاملونو د ولس او دولت تر منځ اړيکه شلولې، پر دولت د ولس نااعتباري رامنځته شوې ده، دولتي ادارې په خپلو کې همغږې نه دي، ولس له دولته سره له همکارۍ لاس اخيستى، ميدان مخالفينو ته خوشې شوى، ځکه خو وسلوالې ډلې په رڼا ورځ د جلال ابادښار په څو مترۍ کې ګزمې کوي.
يادونه : دغه ليکنه د ليکوال خپل شخصي نظر دى ، د پژواک اداره يې ننګه نه کوي .