هرات (پژواک، ۲٢ مرغومی ۹۷): د هرات لسګونو اوسېدونکو د دغه ولایت په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د هغې پرېکړې په اړه چې د دغه ولایت رایې دې له سره نه شمېرل کېږي، اعتراض کړی او ګواښ کوي، که یې غوښتنو ته هرکلی ونه ویل شي، په ولسمشرۍ ټاکنو کې به ګډون ونه کړي.
دغه اعتراض کوونکو وویل، یواځې هغه رایې باور لري چې بایومتریک شوي دي او د هرات رایې باید له سره وشمېرل شي څو عدالت تامين شي.
دوی ګواښ وکړ چې که په پارلماني ټاکنو کې شفافیت او عدالت مراعات نه شي، په راتلونکو ټاکنو کې به ګډون ونه کړي.
اعتراض کوونکو نن په داسې حال کې چې د «عدالت غواړو»، «رایې دې بیا وشمېرل شي»، یواځې بایومتریک رایې» شعارونه یې ورکول، د ولایت ودانۍ مخکې لاریون وکړ.
د اعتراض کوونکو له ډلې ګل اغا د یاد لاریون موخه د عدالت غوښتنه وبلله او پژواک خبري اژانس ته یې وویل، هغه وکیل نه مني چې په پیسو یې پارلمان ته لار موندلې وي.
 هغه زیاته کړه: ((که حکومت مو غوښتنه ونه مني او په پارلماني ټاکنو کې شفافیت ته پام ونه کړي، په راتلونکو ټاکنو کې رایه نه ورکوو او نه هم په خپلو سیمو کې د رایو صندوقونو ته اجازه ورکوو.))
د هرات د ګذرې ولسوالۍ اوسېدونکي او د لاریون ګډونوال د دې ولایت د ټاکنو کمېسیون په پارلماني ټاکنو کې په درغلۍ تورن کړ او ویې ویل: ((زموږ نننۍ راټولېدنه د «فساداباد» او «ډالر اباد» کمېسیون پر ضد ده، ځکه خلکو د خپل ځان په بیه رایې ورکړې، خو زموږ رایې په پام کې ونه نیول شوې.))
د ولسي جرګې یوه نوماند اجمد شفیق بهروزیان چې د هرات له څو تنو نورو نوماندانو سره یو ځای په لاریون کې برخه اخیستې وه، پژواک ته وویل: ((که افغان حکومت دې خلکو ته سم ځواب ورنه کړي او عدالت او قانون پلی نه کړي، نو راتلونکی پارلمان او حکومت به مشروعیت ونه لري او خلک به په هېڅ ټاکنو کې ګډون ونه کړي.))
بل معترض نوماند انجنیر عبدالرازق حکیمي د ټاکنو کمېسیون او د یاد کمېسیون یو شمېر کارکوونکي په درغلۍ تورن کړل او زیاته یې کړه: ((د کمېسیون په داخل کې شاوخوا ۱۰۰ زره خیالي رایې جوړې شوې او موږ عمومي عدالت غوښتنه ترسره کړه څو شفافیت مراعات شي.))
نوموړي ګواښ وکړ چې که حکومت په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د ۱۰۴ کسیزه نوماندانو اعتراض لیک ته رسېدنه ونه کړي، د هرات ټولې لویې لارې به وتړل شي او پراخ لاریونونه به وکړي.
هغه دغه راز وویل، د عمومي عدالت ساتل، د هرات د ټاکنیزې حوزې د رایو بیا شمېرل، شفافیت او د نه بایومتریک رایو باطلول د دغه ولایت د ولسي جرګې د نوماندانو غوښتنې دي.
په ورته وخت کې د هرات د ټاکنو کمېسیون رییس احمدشاه قانوني پژواک ته وویل: ((نوماندان د ټاکنو له اعلان مخکې او وروسته د رایو د بیا شمېرنې پر مهال په کمېسیون کې موجود وو، اوس چې ټوله پروسه مخکې تللې او په وروستۍ مرحله کې ځای لرو، څه ډول د یادو نوماندانو غوښتنو ته رسېدنه وشي.))
هغه زیاته کړه، که بایومتریک رایې په بشپړ ډول په ټول هېواد کې بهر شي او رایې له سره وشمېرل شي، د هرات ولایت د ټاکنو کمېسیون به هم په دې ولایتونو کې شامل وي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.