جلال اباد (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۹۷): د ننګرهار يو شمېر معترض نوماندان وايي، د دغه ولايت دره نور ولسوالۍ کې يو شمېر زورواکو نوماندانو د ټوپک او وسله والو په زور خلک خپل ځان ته پر رايه ورکولو مجبور کړي او دغلته ورته ټاکنې د منلو وړ نه دي.
دوی وايي، ويډيو او نور شواهد او اسناد په لاس کې لري چې د مشخصو نوماندانو ټوپک لرونکي خلک په زور هغوی پر رايه ورکولو مجبوروي او حتی د بايومټريک وسايل هم ماتوي.
د ظابط اميرمحمد دره نوري او ملک قيس نوراغا ملکزي په نومونو دغو نوماندانو د يو رسنيز کنفرانس پر مهال هغه ويډيوګانې هم رسنيو ته وښودې چې ګڼ شمېر خلک په يوه مرکز کې له کوم شفافيت پرته په کې رايه ورکوي.
معترض کانديد اميرمحمد دره نوري وويل چې دره نور ولسوالۍ کې يو شمېر نوماندانو د وسلو په زور درغلي کړې او خلک يې د هغوی په حق کې رايه ورکولو ته مجبور کړي دي.
دی وايي، وسله والو کسانو بېلابېلو مرکزونو کې د بايومټريک الې هم ماتې کړې او وهل ټکول يې هم کړي دي.
بل معترض کانديد نوراغا ملکزي وويل چې دوی اسناد، شواهد، عکسونه او ويډيوګانې لري چې د مشخصو زوراکو کانديدانو پلويان خلک په زور رايه ورکولو ته اړباسي.
دی زياتوي، دغه ټول اسناد او ويډيوګانې يې د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسیون سره شريک کړي او په دره نور ولسوالۍ کې يې ترې د ټاکنو د باطلو اعلانېدو غوښتنه کړې ده.
دغه راز د ياد کنفرانس پر مهال يو شمېر قومي مشرانو او د سيمې اوسېدونکو هم خبرې وکړې او شکايت يې کاوه چې هلته ټاکنې شفافې نه دي ترسره شوې او بايد له سره وشي.
۵۵ کلن سيد ولي وايي: ((هلته دومره زورواکي شروع وه، ما ته یې ويل چې ته به ژوند دې کلي کې څنګه کوې، تا خو نه پرېږدو مجبور شوم هغوی ته رايه ورکړم.))
بلخوا په ننګرهار کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، يو شمېر نوماندانو د خپلو رايو په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته د ټاکنو د نا مشروعيت په اړه تبليغات شروع کړي او غواړي د خلکو ذهنونه ګډوډ کړي.
د دغه کمېسيون مشر شکيب کامجو پژواک اژانس ته وويل، که يادو کسانو رښتيا هم دغه ستونزه درک کړی وی او شکايت يې درلود؛ نو ولې يې د ټاکنو په ورځ او يا پر سبا يې کنفرانس نه ورکوه.
د هغه په وينا، په ننګرهار کې له دوی سره ۷۰۰ شکايتونه ثبت شوي، د دره نور ولسوالۍ په اړه هم شکايتونه شته؛ خو دا چې دغو کانديدانو شکايتونه ورسره موجود دي که نه وايي، د قانون له مخې دوی د چا هويت نه شي افشاء کولی.
کامجو ډاډ ورکړ چې د ټولو شکايتونو څېړنه به کېږي او د قانون له مخې به ورته رسېدګي کېږي.
د يادولو ده، د تېرې شنبې په ورځې له کندهار او غزني ولايتونو پرته په ټول هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې؛ خو تر ډېره د دغو ټاکنو د بهير په اړه شکايتونه موجود دي.
د ننګرهار په ګډون ډېرو ولايتونو کې د خلکو نومونه د ثبت په کتابونو کې موجود نه و او تر نيمايي ډېر کسان بېرته خپلو کورونو ته ستنېدل.
دغه راز د بايومټريک وسايلو په تړاو هم شکايتونه موجود دي چې يا خو يې سم کار نه کاوه، يا پرې کارکوونکي سم نه پوهېدل او ځينو ځايونو کې يې کاغذونه په لومړيو کې موجود نه و.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.