جلال اباد (پژواک، ۲۶ تله ۹۷): د ننګرهار ولايت ديني عالمانو له خلکو وغوښتل چې د رايي ورکولو پر مهال دې اهلو خلکو ته رايه ورکړي او د غاصب، قاتل او جاسوس په پلوۍ دې خپله رايه نه استعمالوي.
په داسې حال کې چې د ولسي جرګې ټاکنو ته يوازې دوه ورځې پاتې دي، د ننګرهار ولايت ديني عالمانو د تلې په ۲۶مه د ټاکنو د مشروعيت په اړه خبري کنفرانس ورکړ او د هېواد د راتلونکي لپاره يې په ټاکنو کې برخه اخيستل اړين وګڼل.
دوی پر تېر پارلمان هم نيوکې وکړې او يادونه يې وکړه، که بيا ولس هغسې اشخاصو ته رايه ورکړي؛ نو راتلونکي څو کلونه به بيا هېواد له پرمختګ، قانونمند کېدو او امن څخه همداسې لرې وي.
د ننګرهار د حج او اوقافو رييس محمد داود مجاهد وويل چې له دغه کنفرانس څخه موخه ولس ته په ټاکنو کې د برخې اخيستو او اهلو خلکو ته د رايې ورکولو په اړه نظر ورکول دي.
دی وايي، د ولسمشر په امر په ټول هېواد کې ديني عالمانو د جمعې ورځې په خطبو او نورو بيانونو کې ولس رايې ورکولو ته هڅولی او دغه راز يې وړ اشخاصو ته پر رايه ورکولو ټينګار کړی چې دغه چاره په ننګرهار کې هم ترسره شوې ده.
ديني عالم مولوي حبيب الله جلال ابادي د ټاکنو د مشروعيت په اړه خبرې وکړې او يادونه يې وکړه چې ګاونډي هېوادونه د تبليغاتو له لارې د افغانستان ټاکنې ګډوډول غواړي خو دا ټاکنې لکه څنګه چې په هغو هېوادونو کې مشروع دي، دلته هم د اسلام له نظره مشروعيت لري.
هغه پر ولس غږ وکړ چې اهلو خلکو ته رايه ورکړي او خپله رايه داسې چا ته استعمال نه کړي چې د ځمکو په غصب، د بې ګناه انسانانو په قتل، پرديو هېوادونو ته په جاسوسۍ کې لاس ولري، رايه دې نه ورکوي.
د خبري کنفرانس ګډونوال ديني عالم مولوي نثاراحمد بيا پر تېر پارلمان نيوکې وکړې او ولس ته يې په خطاب کې وويل، که بيا يې هغسې اشخاص پارلمان ته ولېږل؛ نو يو ځل بيا به کلونه کلونه د هغوی تر انحصار لاندې وي.
هغه وويل، د ولسي جرګې تېرو وکيلانو يوازې د خپلو ګټو لپاره کار کړی او ولس ته يې هېڅ خدمت نه دی کړی؛ نو ولس ته هم په کار ده چې دغه ځل داسې چا ته رايه ورکړي چې علميت، کورنی شخصيت او اهليت ولري.
بلخوا وسله والو طالبانو نن سهار د يوې اعلاميې په خپرولو له ديني عالمانو غوښتنه کړې چې د خپلو خطبو او بيانونو له لارې دې ولس په ټاکنو کې له ګډونه منعه کړي.
ټاکل شوې د ولسي جرګې ټاکنې له غزني ولايت پرته په ټول هېواد کې دوه ورځې وروسته د تلې مياشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.