کابل (پژواک، ٩ تله ٩٧): د ټولنيزې شبکې فيسبوک له لارې د کمپاين په ترڅ کې د ننګرهار عامه کتابتون لپاره زرګونه جلده کتابونه او لسګونه زره افغانۍ نغدې روپۍ راټولې شوې دي.
دغه کمپاين درې ورځې مخکې د کابل پوهنتون د استاد، ليکوال او ژورنالېست محبوب شاه محبوب له خوا په فيسبوک کې په لاره اچول شوی و.
دا چې ولې نوموړي دغه کمپاين پيل کړ، په اړه يې وايي: ((په دې وروستیو کې خبر شوم چې د ننګرهار عامه کتابتون جوړ شوی، خو نور د اړتيا وړ توکي او کتابونه نه لري، نو دا چې د ولسي جرګې لپاره کمپاينونه پيل شوي وو، ما دا ښه فرصت وګاڼه چې په دې اړه په فيسبوک کې کمپاين وکړم.))
هغه وايي چې د فيسبوک د يوه پوسټ په وسيله يې له ننګرهار ولايت څخه ولسي جرګې نوماندان وننګول چې تر ټولو مخکې دې د ننګرهار عامه کتابتون د غني کولو لپاره کار وکړي.
محبوب زياتوي: ((د کتابونو مرسته نوماندانو لپاره هم کمپاین کېدلی شي او هم به د کتابتون د غني کېدا لامل وګرځي.))
د نوموړي په وينا، کله چې يې د ولسي جرګې د يوه نوماند له خوا د مرستو شوو کتابونو په اړه د مننې پوسټ وکړ، نو سمدلاسه ګڼ شمېر نورو نوماندانو هم دغه کار وکړ او دغه کمپاين له هيلې زيات بريالى شو.
هغه وايي چې له ياد کتابتون سره تر ١٥ زياتو کانديدانو د کتابونو او ځينو يې د نغدو پيسو مرسته وکړه، دغه راز له دغه کمپاين څخه په استفادې سره ګڼ شمېر دولتي چارواکو، د پوهنتون استادانو، ملي سوداګرو، لوبغاړو، ليکوالو او ژورنالېستانو او ځينو نورو کسانو د زړه له اخلاصه مرسته وکړه.
استاد محبوب وويل چې په تېرو درېيو ورځو کې تر څلور زره جلده بېلابېل ډول کتابونه او لسګونه زره افغانۍ نغدې پيسې راټول شوي دي.
د هغه په وينا، يو ځل چې ټولې پيسې راټولې شي، بيا به د ولايت مقام او د کمپاين له ملګرو سره په مشورې د کتابتون نورې اړتياوې ورسره پوره کوي.
له استاد محبوب سره په دې کمپاين کې د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي او ځينو نورو کسانو هم همکاري کړې ده.
د والي وياند خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه ورسره نږدې اويا کسانو د کتابونو د ورکړې ژمنې کړې چې تر نيمايي زياتو يې يا کتابونه ورسپارل او يا يې هم د کتابونو د پيرلو لپاره نغدې پيسې ورکړې دي.
هغه وويل، د کتابتون د جوړېدو قرارداد تېره ورځ د ولايت مرستيال تميم عارف مومند له لوري کتل شوی، د اطلاعاتو او فرهنګ رييس يې نن کابل ته د همدې لپاره لېږلی، چې وزارت کې د کتابتون د بشپړېدو موضوع تعقيب کړي.
د کمپاين يو بل برخوال خالد حقمل هم پژواک سره د خبرو پر مهال وويل چې تر اوسه ورسره له سلو ډېرو کسانو د کتابونو ژمنې کړې چې تر نيمايي زياتو يې کتابونه هم ور رسولي دي.
دی زياتوي: ((موږ خو اصل کې غږ پر نوماندانو کړی و؛ خو د هغوی شمېر کم دی، نورو خلکو ډېره برخه اخيستې، محصلينو، استادانو، تعليمي ادارو او بهر مېشتو افغانانو.))
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ امر سيد امرالله اميد وايي چې د ياد کتابتون پرانیسته پخوا شوې خو لا تر اوسه يې کارونه پای ته نه دي رسېدلي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې د کتابتون د مجهز کولو لپاره وزارت ته ۴۴ قلمه اجناس وړانديز شوي، چې په هغې کې د کتابونو د پېر موضوع هم شته.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.