مسلميار: ډیر ژر به داعش له ډیورنډ کرښې واړول شي

جلال اباد(پژواک،۳تله۹۴): د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار وايي، چې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې داعش حضور څو سرحدي سيمو ته محدود شوی او  ژر به پر ډیورنډ کرښه ور واړول شي.
فضل هادي مسلميار دا څرګندونې د تلې په د۳مه، د ننګرهار په کوټ ولسو الۍ کې د داعش او وسله والو په لټه د پيل شوو عملياتو څخه د لېدنې پر مهال وکړې.
دا عمليات تېره اوونۍ پيل شوي ، چې د چارواکو په وينا ډېرې سيمې په کې د وسله والو له نفوذه پاکې شوي او د پوليسو پوستې پکې جوړې شوي دي.
د مشرانو جرګې رييس د يادو عملياتو له بهيره د لېدنې پر مهال په بېلا بېلو سيمو کې له ګډو ځواکونو سره ولېدل او د جين جان په سيمه کې يې د قومي مشرانو سره د سيمې پر وضعيت خبرې اترې وکړې.
مسلميار په خپلو خبرو کې وويل: ((داعش په خپل ټول وحشت سره چې د دې سيمې خلک به يې په بې رحمۍ وژل، دلته يې حضور نه شته او اوس په دې سيمو کې افغان سرتېري مېشت دي.دا د پرديو اجيران او نوکران د سرحد په لوري تښتيدلي او هلته په څو سيمو کې محدود دي چې ډېر ژر په له هغو ځايونو هم پر کرښه ور واړول شي.))
هغه په خپلو خبرو کې د کوټ عملیات بريالي وبلل او يادونه يې وکړه، چې د سيمې خلک بايد تر عملياتو وروسته هم له حکومت سره خپله همکاري ډېره کړي.
د مشرانو جرګې رییس زياته کړه: (( جنګ د نړۍ او سيمې د استخباراتو دی او افغانان يې خاشاک دی، نو موږ بايد له دې حالت ځان راوباسو. داعش چې هر څوک دي د پرديو لخوا تمويلېږي او زموږ دوښمنان دي.))
فضل هادي مسلمیار د تېر په څېر داعش د پاکستان د استخباراتو پروژه وبلله او يادونه يې وکړه: ((دا وسله وال اوس زموږ د سرتېرو د مقابلې توان نه لري د ای اس اس اجيران او پنجاب دې پوه وي ، چې اجيران مو د غرونو په اخير کې دي او ژر به هغه سيمې هم ترې پاکې شي.))
د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل: (( د مشرانو جرګې رييس صېب د سرتېرو د لېدلو په موخه د جګړې لومړی ليکې ته راغلی موږ ته يې ډاډ راکړ.))
هغه وويل، چې د کوټ په ولسوالۍ کې د شاهين صفر نهه په نامه عمليات ښې پايلې لري، د سيمې خلک په کې برخه اخلي او تشکيلات او پوستې په کې ډېر شوي دي.
امنيې قوماندان وويل: (( وسله وال په تېښته دي، ۹۵ سلنه سيمې يې له نفوذه پاکې شوي، ۴۵ وسله وال يې وژل شوي او تر دې ډېر ټپيان دي. موږ به دا عمليات نورو سيمو ته وغځوو.))
اخوا د ۲۰۱سېلاب قول اردو د څلورې لوا قوماندان بريدجنرال محمدنسيم سنګين په سيمه کې پژواک ته وويل، چې سرتېري يې په پيل کړو عملياتو کې بريالي دي او د سيمې د ساتلو توان لري.
نوموړي وويل، چې   د يادې ولسوالۍ هغه سيمې د داعش له حضوره پاکې شوي، چې پخوا په کې مېشت وو او پر "خلکو يې ظالمونه کول."
د مشرانو جرګې له رييس مخکې د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی د کوټ عملياتو د جاج اخېستلو لپاره يادې ولسوالۍ ته ورغلی وو.
ستانکزي اعلان کړی و، چې دا عمليات به نورو سيمو ته غځوي او هڅه به کېږي چې د وسله والو پر وړاندې يې جنګي تګلارې کې په بدلون سره په عملياتو کې د ځايي خلکو همکاري ډېره کړي.
کوټ د شينوارو زون يو ولسوالۍ ده، چې په شاوخوا کې يې اچين او ده بالا په څېر نورې ولسوالۍ هم شته، چرته چې د داعش حضور ډېر بلل کېږي.
داعش تر اوسه د دې څرګندونو په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.