Political groups impeding reform: Khost governor

خوست ښار (پژواک، ٢٨ وږى ٩٤): د خوست والي وايي چې ځينې کړۍ او کسان د دغه ولايت د دولتي ادارو د اصلاحاتو او بدلونونو په چارو کې ښکاره لاسوهنه کوي او پر وړاندې يې خنډونه جوړوي.
والي حکم خان له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، د دغو کړيو او کسانو لاسوهنه په ادارو کې ښايي د سمون مخه ډپ کړي.
هغه په دې برخه کې د چا نوم وانه خيست، خو ويې ويل چې په تېر يو کال کې ټولو خوست مېشتو ته دا څرګنده ده چې څوک په دولتي ادارو کې لاسوهنه کوي او په خپله خوښه مامورين پر دندو ګوماري.
نوموړي په مرکز کابل کې د خوست سياسيونو ته په اشارې سره له هغوی وغوښتل چې په دولتي ادارو کې دې د اصلاحاتو راوستو لپاره د ده د فعاليتونو پر وړاندې خنډ نه ګرځي.
هغه ګواښ وکړ چې که بيا هم کومې کړۍ او اشخاص د خوست په نظامي او ملکي ادارو کې د لاسوهنې هڅه وکړي، له شواهدو سره يو ځای به يې خلکو ته افشا کړي.
حبيبي زياته کړه: ((زه په ډېرې مهربانۍ له دوی څخه غوښتنه کوم چې په ادارو کې دې له بې ځايه لاسوهنو لاس واخلي او اجازه هم نه ورکوم. که چېرې پرې پوه شم، نو ټول ولس ته به يې په ډاګه کړم.))
والي وويل چې خوست ته يې د راتګ پر مهال په ملکي او نظامي ادارو کې ۳۵۰ بستونه خالي وو، خو د ازادې سيالۍ له لارې يې په ډېرې چټکۍ سره د وړو کسانو د ګومارنې لړۍ پيل کړې ده.
هغه وايي: ((د دې بستونو په ډکېدو سره به له يوې خوا ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي او له بلې خوا به د خدماتو په وړاندې کولو کې ښکاره ښه والی راشي.))
د هېواد د ځينو نورو ولايتونو په څېر په خوست کې د سرپرستانو له لوري د ځينو رياستونو اداره کول هغه څه دي چې خلکو تل پرې نيوکې کړې، خو والي وايي، د دې ستونزې د هواري لپاره يې کوټلي ګامونه اخيستي دي.
هغه وويل، د ټولو هغو دولتي ادارو په اړه چې سرپرستان يې اداره کوي، له خپلو اړوند مرکزي ادارو سره غږېدلی او په کارپوه رييسانو د ګومارنې کلکه غوښتنه يې ترې کړې ده.
د خوست والي حکم خان حبيبي همدارنګه پر دې ټينګار وکړ چې په دولتي ادارو کې به ټول مامورين د وړتياوو پر بنسټ وګومارل شي او د اړيکو له پلوه به يې د ګومارنې بشپړ مخنيوی وکړي.
هغه زياته کړه: ((چا ته به اجازه ورنه کړم چې د استخدام پروسه ګډوډه کړي، ما وزيرانو ته هم ويلي، که چېرې کوم مامور د سليقې او واسطې پر بنسټ وګومارل شي، هغه به زما کارمند ونه اوسېږي.))
نوموړي له مرکزي دولته وغوښتل چې د دولتي ادارو د سمون په برخه کې د دوی غوښتنو او وړانديزينو ته مثبت ځواب ووايي، څو خلکو ته لازم او اغېزناک خدمتونه عرضه کړي.
والي حکم خان حبيبي دغه راز وويل چې د امنيتي ارګانونو تر منځ يې د ښې همغږۍ لپاره پوره هلې ځلې کړې چې په پايله کې يې د امنيتي تهديد پر وړاندې خپلې دندې په ښه ډول ترسره کړې دي.
نوموړي زياته کړه: ((د اداري فساد او د بې پروايۍله امله ځيني وختونه مرموزې وژنې او جنايي جرمونه ترسره کېږي، خو د نورو ولايتونو په پرتله د خوست امنيتي حالت په نسبي ډول ښه شوی دی.))
د خوست والي له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې د ترهګريزو فعاليتونو او د مخدره موادو د قاچاق د مخنيوي او دغه راز د قانون د حاکميت لپاره په خپله مبارزه کې جدي و اوسي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.