کندوزى: ځينې واکمنې کړۍ په ادارو کې د ځوانانو د ګومارنې مخنيوى کوي

جلال اباد (پژواک، ۲۱ زمری ۹۴): د ننګرهار والي وايي چې ځوانانو ته کاري زمينې ځکه نه دې مساعدې چې په دفترونو کې د مقررۍ چانس نه ورکول کېږي.
والي سليم خان کندوزي په دغه ولايت کې د ځوانانو نړيوالې ورځې د نمانځنې پر مهال وويل چې يو شمېر داخلي کړيو واګې قبضه کړې او پر خپلو دوستانو او خپلوانو سربېره ځوانانو ته د کار کولو چانس نه ورکوي.
يادې نمانځغونډه کې چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه، په کې سلګونه ځوانانو، ولايتي چارواکو او مدني فعالانو برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه: ((ځوان ته د کار زمينه نه ده مساعده، ځکه چانس نه ورکول کېږي، داخلي کړۍ غواړي چې بل څوک پرې نه ږدي، خپله کورنۍ يا يو ګروپ خلک وي او  هر څه يې په خپله قبضه کې نيولي وي.))
والي پر ځوانانو غږ وکړ چې سره همغږي شي او د ده په وينا په هېواد کې د دغسې مسايلو مخه ونيسي.
کندوزى زياتوي چې ځوانانو ته به کاري اسانتياوې برابرې کړي او هره مياشت به سل زره افغانۍ د ننګرهار د ځوانانو لپاره د هغوی د علمي مهارتونو د زياتولو پر لارو چاو ولګوي.
بلخوا د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي وويل چې حکومت بايد ځوانانو ته پاملرنه ډېره کړي او کاري زمينې ورته برابرې کړي.
احمدزي يادونه وکړه چې په ننګرهار ولايت کې ځوانانو د هېواد په پرمختيايي چارو کې ونډه اخلي او حکومت هم بايد د هغوی د ارتقاء  لپاره کار وکړي.
د ځوانانو چارو امر اندېښنه وښوده: ((د بې کارۍ له امله يو شمېر ځوانان بهرنيو هېوادونو ته ځي او د وسله والو له ليکو سره يو ځای کېږي.))
هغه په دې اړه کره شمېر او بېلګې يادې نه کړې.
د غونډې يوه ګډوانوال عبيدالله حميدي پژواک اژانس ته وويل چې په ننګرهار کې له وروستيو نا امنيو سره کاري زمينې کمې شوې او ډېری ځوانان بې روزګاره دي.
ده وويل چې د ناامنو ولايتونو د ځوانانو لپاره دې تحصيلي بورسونه ځانګړي شي.
د اګست ۱۲مه په ټوله نړۍ کې د ځوانانو د نړيوالې  ورځې په توګه نمانځل کېږي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.