Mother-child mortality rate drops in Nangarhar

جلال اباد (پژواک، ۱۰ زمری ۹۴): د ننګرهار د عامې روغتيا رييس وايي چې د ښځينه روغتيايي کار کوونکو د شمېر په ډېرېدو په دغه ولايت کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې کچه کمه شوې ده.
په يو شمېر لرو پرتو سيمو کې د ښځينه صحي کار کوونکو کموالی، نا امني او د تجربه لرونکو ډاکټرانو نشتوالی لا هم د دغه ولايت د روغتيايي چارو په برخه کې سترې ننګونې بلل کېږي.
د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال د زمري په ۸مه د عامې روغتيا روغتون له عالي انسټيټيوټ څخه د ۶۰ نرسانو په فراغت غونډه کې وويل، هڅه کوي چې خپل روغتيايي خدمات لا پراخ کړي.
دغو فارغانو چې ۲۰ يې نجونې دي، په ياد انسټيټيوټ کې درې کلنې زده کړې وکړې، چې ښايي ډېر يې په ولايتي صحي مراکزو کې وګومارل شي.
کامه وال د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په ننګرهار کې پخوا هر کال تر ۱۶ سوه ميندې د زېږون پر مهال مړې کېدې، خو اوس د صحي کار کوونکو په ډېرېدو دا کچه تر ۳۲۷ پورې راټيټه شوې ده.))
د عامې روغتيا رييس له کورنيو وغوښتل چې له ياد انسټيټيوټ څخه فارغ شوي نرسان لرو پرتو سيمو ته د دندو لپاره ولېږي، څو خلکو ته ښه خدمات وکړای شي.))
نجيب کامه وال د پژواک د خبريال د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((موږ د ننګرهار په دوو ولسواليو اچين او ده بالا کې د ښځينه ډاکټرانو د کموالي ستونزه لرو او هيله لرو چې دا مشکل حل کړو.))
بلخوا د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په خپلو خبرو کې له فارغو کسانو وغوښتل: ((هيله ده تاسو د دندو لپاره ولسواليو ته ولاړې شئ او هلته کار وکړئ، څو د تلفاتو شمېر کم شي.))
والي خوښي وښوده چې کورنۍ خپل ښځينه اولادونه زده کړو ته پرېږدي.
د ولايتي شورا مرستيال ډاکتر ناصر کامه وال بيا يادونه وکړه چې په يو شمېر ولسواليو او لرو پرتو سيمو کې روغتيايي خدمات کم رنګه او په صحي برخه کې ستونزې شته چې بايد حل شي.
نوموړي يادو فارغانو ته په اشارې وويل: ((که تاسو لرو پرتو سيمو ته د دندو لپاره ولاړ شئ، خلکو ته به ښه خدمات وکړای شئ.))
د ننګرهار د عامې روغتيا له عالي انسټيټيوټ څخه يوې فارغې شوې سمينې عزيزي دره نورۍ پژواک اژانس ته وويل: ((موږ درې کلنې زده کړې وکړې، هيله ده چې حکومت دندې راته پيدا کړي، زه د کورنۍ په خوښه حاضره يم د ولسواليو روغتيايي مرکزونو ته د کار لپاره ولاړه شم.))
د ننګرهار د عامې روغتيا له عالي انيسټيټوټه تر اوسه په ۲۷ دورو کې تر ۶۰۰ ډېر  نرسان فارغ شوي چې  د چارواکو په وينا ډېری يې په ملکي روغتيايي مرکزونو کې پر دندو ګومارل شوي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.