د تورخم تلې درې مامورين څارنوالۍ ته معرفي شول

جلال اباد (پژواک، ٦  زمرى ٩٤): د ننګرهار والي د دغه ولايت د دوو ولسواليو امنيه قوماندانان له دندو ګوښه او د  تورخم تلې درې مامورين يې څارنوالۍ ته معرفي کړل.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د زمري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي سليم خان کندوزي دغه اقدام د خلکو د پرله پسې شکايتونو له امله کړى دى.
هغه زياته کړه چې په ګوښه شوو کسانو کې د اچين او هسکې مينې ولسوالۍ امنيه قوماندانان او په تورخم کې د مالونو د وزن کولو تلې درې مامورين شامل دي.
عبدالزى وايي چې د تورخم د تلې درې مامورين برسېره پر دې چې له دندو ګوښه شوي، د نورو څېړنو لپاره څارنوالۍ ته هم معرفي شوي دي.
د والي وياند وايي چې سليم خان کندزي د خپلې دندې په پيل کې ولسونو ته ژمنه ورکړې وه چې امنيت ټينګښت او قانون ماتوونکو سره مبارزې تر څنګ به د موجوده چارواکو کړنې به څاري، د چارو د سمون لپاره به کار وکړي او د خدماتو پروسه به چټکه کړي.
د هغه په وينا، والي په لومړي ګام کې د دغه ولايت ټولو ملکي او نظامي ادارو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې ولسونو ته د خدماتو پروسه چټکه کړي، په ادارو کې د فساد ټول موارد له منځه يوسي او د هېچا کار بلې ورځې ته ونه ځنډوي.
عبدالزى وايي چې کندوزي د خپل ماموريت په بل پړاو کې له ادارو څخه ليدنې پيل کړې، د نيمګړتياوو په صورت کې يې اړوند مسوولينو ته د عاجلې اصلاح او د تکرار مخنيوي لارښوونې وکړې.
د هغه په وينا، په ورته وخت کې د ننګرهار والي ته د اچين او هسکې مينې ولسوالۍ امنيه قوماندانانو له اجرااتو څخه په دوامداره ډول شکايتونه را ورسېدل، چې د دغه ولايت له امنيه قوماندان او نورو امنيتي مسولينو سره د يو لړ مشورو او معلوماتو وروسته د دوی د ګوښه کېدو امر هم ورکړل شو.
د يادونې ده، د تورخم په تله کې د فساد په اړه ډېر راپورونه ورکړل شوي، ځايي چارواکي وايي چې په دې تله کې هره ورځ د ميليونونو افغانيو فساد کېږي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري د والي سليم خان کندوزي د دغه اقداماتو هرکلى او ستاينه وکړه.
هغه له پژواک سره د خبرو پر مهال په ډاګه کړه که چېرې والي دغه ډول اقداماتو ته ادامه ورکړي او د فساد پر ضد کلکه مبارزه وکړي، نو د ولايتي شورا تر څنګ به يې ولسونه هم ملاتړ وکړي.
نوموړي وويل چې د دغه ولايت په بېلابېلو ادارو کې په لوړه کچه فساد شتون لري او پر ضد يې بايد جدي مبارزه وشي.
د دغه ولايت مدني فعال او د سياسي چارو کارپوه محمداصف شينوارى د تورخم د تلې د مامورينو ګوښه کول ستايي، خو د يادو دوو ولسواليو د امنيه قوماندانانو له دندو ګوښه کېدو سره مخالفت کوي.
هغه وايي: ((تر کومه چې زه د هسکې مېنې امنيه قوماندان پېژنم، په اوسنيو شرايطو کې  د هغې سيمې لپاره وړ او مناسب شخص و او په لرې کېدو سره يې د دې ولسوالۍ د سقوط امکانات ډېرېږي.))
د نوموړي په وينا، کومو کسانو چې د امنيه قوماندانانو پر ضد شکايتونه کړي، هغوى غواړي چې د اپينو سوداګرۍ ته پراختيا ورکړي؛ ځکه چې دغو قوماندانانو يې مخه نيولې وه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.