"دايکندى محروم در همه بخش ها به کار نياز دارد"

باميان (پژواک، ٥ زمرى ٩٤): د دايکنډي نوې والي چې د هېواد په کچه دويمه ښځينه والي ده وايي چې ټولو چارو ته به له څېړنې او کتکورۍ وروسته، د دولت او موسسو په مرسته رسېدنه وکړي.
د سيمه ييزو ارګانونو ادارې تېره مياشت د دايکنډي د والي په توګه معصومه مرادي معرفي کړه، خو نوموړې د ولسي جرګې د ځينو وکيلانو د مخالفت او د ښځو د لاريون له کبله، دايکنډي ته نه وه تللې.
مېرمن مرادي چې په دې وروستيو کې د سيمه ييزو مسوولينو له خوا معرفي شوه، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د دايکنډي ولايت ټول کارونه د دې په لومړيتوب کې دي او د دغه ولايت د پرمختګ په برخه کې به له راز هڅو درېغ ونه کړي.
هغې زياته کړه چې دايکنډې يو محروم ولايت دى او په ټولو برخو کې کار ته اړتيا لري.
دې ښځينه والي وويل: "پلان لرم څو له ادارو څخه بيا کتنه وکړم او کوم کارونه چې په لومړيتوب کې دي د هغو له کټکورۍ کولو وروسته د دولت او موسسو په همکارۍ ورته رسېدنه وکړم."
مېرمن مرداي زياته کړه، له پرون راهيسې چې کله دايکنډي ته راغلم او يو اندازه معلومات مې ترلاسه کړل ، د دولت ډېرې ادارې او د ولسواليو ودانۍ په کرايي کورونو کې خپلې چارې پر مخ وړي او په دغه ولايت کې زياتې ستونزې شتون لري.
د دايکنډي نوې والي دې ته په پام سره چې خلکو ترې خورا هرکلى وکړ په دې باور ده چې د خلکو په مرسته به د دايکنډي د پرمختګ لپاره مثبت کارونه په پروګرام کې ونيسي او په دې برخه کې به کار وکړي.
نوموړې زياته کړه: "ځيني مخالفتونه موجود وو، خو دا د ټولنې حق دى چې د خپل برخليک لپاره موافق او مخالف وي او د يو ديموکرات حکومت پر بنسټ دا د خلکو حق دى چې مثبت او منفي نظرونه وړاندې کړي."
مېرمن مرادي وويل، له کومو مشرانو چې مخالفت يې کاوه، د هوکړې له مخې به د دايکنډي د پرمختګ لپاره له هغوى سره ګډ کار وکړي، څو دايکنډي له اوسني محروم شوي وضعيت څخه وژغوري.
خو په ولسي جرګه کې د دايکنډي وکيل نصرالله صادقي زاده له حکومته د شکايت کولو تر څنګ وويل چې حکومت د خلکو غوښتنو ته پام نه دى کړى او تپل شوى والي يې دايکنډي ته راستولى دى.
هغه زياته کړه چې د دايکنډي وکيلانو او خلکو له يوې مياشتې څخه د لږې مودې لپاره له والي سره د مخالفت په توګه د تحصن خېمه ودرولې وه، خو حکومت د خلکو غوښتنې له پامه وغورځولې.
صادقي وويل:" چې له نوې والي سره د مخالفت لامل دا وه،چې په افغاني ټولنه کې ښځې کار نه شي کولى، دا چې دايکندي محروم دى ، بايد داسې کس راغلى واى،چې لوړه کارې وړتيا يې درلوده."
خونوې والي وويل،چې کمزورتيا او پياوړتيا جنسيت پورې تړوا نه لري او ډيرې بريالې مېرمنې شته چې په لوړه کچه کارونه يې کړي دي، د خلکو وړتيا او غوره والۍ جنسيت ته محدود نه دى.
هغې يادونه وکړه چې د پوهانو، قومي مخورو او مدني ټولنو په سلا به هڅه وکړي چې د دايکنډي لپاره کار وکړي او د ښځو په ګډون د خلکو وضعيت مثبت بدلون ومومي.
د دايکنډي ښځو د ټولنيزې شبکې مشرې زهرا بختياري وويل چې ښځې په ټولو برخو کې کولى شي فعاله ونډه ولري.
هغې زياته کړه: "د دايکنډي ښځې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او ښکار ده چې نوې والي به د مېرمنو ستونزې درک کړي او د هوارولو لپاره به يې هڅه وکړي."
بختياري زياته کړه چې ښځې کولى چې د نارينه وو په نسبت ښه او ډېر کار وکړي او د هېواد په تاريخ کې اتلې ښځې وې چې په ټولو برخو کې له ځانه وړتيا، زړورتيا او استعداد ښودلى دى.
د دايکنډي نوې والي په ١٣٩٣ کال کې له پيام نور خصوصي پوهنتون څخه د مديريت په برخه کې خپله ماسټري اخيستې او په ١٣٨٧ کال کې د ايران په مشهد ښار کې د فردوسي له پوهنتون څخه د مديريت او پروګرام جوړولو له ځانګې د ليسانس درجه ترلاسه کړې ده.
نوموړې په وروستيو کلونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ارزونې او څارنې برخې د مرستيالې، د ښار جوړونې چارو وزارت د جندر سلاکارې، د غرجستان او ګوهرشاد په خصوصي پوهنتون کې د ښوونکې، د حکومتولۍ په چارو کې د نړيوال بانک سلاکارې، د افغانستان د زرغونې ټولنې موسسې د مشرې او د کاتب لېسو د عمومي مديرې په توګه دندې ترسره کړې دي.
د يادونې ده، عذار جعفري د ١٣٨٧ کال له ژمې څخه د ١٣٩١کال تر مني پورې په دايکنډي کې د لومړنۍ ښځينه ښاروالې په توګه دنده درلوده او تر تېر کال پورې حبيبه سرابي لومړنۍ مېرمن وه چې د اوو کلنو لپاره يې د باميان والي په توګه دنده ترسره کړه چې وروسته بيا سرابي د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نومانده شوه او له دندې څخه يې استعفا ورکړه.
همداراز د ولسي جرګې پخوانۍ غړې سيما جوينده هم د غور د نوي والي په توګه په رسمې ډول خپل کار پيل کړ چې په دغه ولايت کې له فساد سره مبارزه، د شخړو هوارول، د امنيت ټينګښت او د ښځو نقش پياوړې کول يې د خپلو کارونو له لومړيتوبونو څخه وبلل.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.