Next talks to discuss Taliban demands: Ghani

خوست ښار (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٤): ولسمشر اشرف غني وايي چې په راتلونکو دوو اونيو کې به د سولې په دويم پړاو کې د طالبانو پر غوښتنو او ستونزو خبرې وشي.
ولسمشر غني دغه څرګندونې د چنګاښ په ٢٤مه، خوست ولايت ته د سفر پر مهال د ځايي چارواکو او قومي مشرانو يوې غونډې ته د وينا پر مهال کړې دي.
د خوست د والي وياند مبارز ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر نن سهار د يوه پلاوي په مشرۍ چې په کې د قومونو او قبايلو چارو وزير محمدګلاب منګل تر څنګ د ولسمشر سلاکار ډاکتر اکرم خپلواک او يو شمېر نور سلاکاران، مرستيالان او د ملي شورا غړو ملتيا کوله، دغه ولايت ته را ورسېد.
د هغه په وينا، ولسمشر د خوست څو ورځې مخکې ځانمرګي بريد چې په ترڅ کې يې ٣٣ کسان ووژل شول، د وژل شوو کسانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
دغه مراسم د خوست د شيخ زايد پوهنتون په جامع جومات کې نيول شوي وو چې په کې ځايي چارواکو، قومي مشرانو او د يادو پېښو د قربانيانو د کورنيو غړو برخه اخيستې وه.
د خوست والي پوهنمل حکم خان حبيبي ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې د خوست ولسونه له خپل دولت څخه کلک ملاتړ کوي او په هر حالت کې دې ته ژمن دي چې د خپل هېواد د ابادۍ، رغونې، امنيت او د سولې او ثبات په ټينګښت کې خپلو مرستو او اساسي همکاريو ته ادامه ورکړي.
هغه ولسمشر ته د امنيتي ځواکونو د ښه اکمال او تجهيز، د غلام خان بندر د ترانزيټ، په ټولو معيارونو د برابر ملکي نړيوال هوايي ډګر د جوړولو او خوست ولايت ته د وارداتي برېښنا د رالېږدولو په هکله ځانګړي وړانديزونه وکړل.
ولسمشر د يادې پېښې د قربانيانو لپاره فاتحه وکړه او ورسره يې نغدي مرستې هم وکړې.
وروسته يادې غونډې ته په خپله وينا کې ولسمشر غني په خوست کې د تېرو ترهګريزو بريدونو په پايله کې پر رامنځته شوي مرګ ژوبله ژوره خواشيني ښکاره کړه.
ولسمشر ژمنه وکړه چې د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې به د خوست د ابادۍ او پرمختګ لپاره قدم په قدم اساسي کار وکړي، تر څو دغه ولايت لکه څنګه چې په جغرافيايي او ستراتيژيک لحاظ خورا مهم دی، په همدې اساس د هېواد په مهمه تجارتي دروازه بدل شي.
اشرف غني د سولې وروستيو هلو ځلو ته په اشارې سره وويل چې څوارلس کاله وروسته افغانان پر دې بريالي شول چې له طالبانو سره د سولې په اړه مخامخ خبرې وکړي.
هغه د اسلام اباد خبرې لويه بريا وبلله او زياته يې کړه چې د سيمې په کچه د سولې لپاره لومړنى ګټور اقدام و.
ولسمشر غني وويل چې په راتلونکو ١٥ ورځو کې به له وسله والو طالبانو سره د سولې دويم پړاو خبرې ترسره شي، خو دا چې په کوم ځاى کې به دا خبرې کېږي، ولسمشر يې په اړه څه ونه ويل.
د نوموړي په وينا، د سولې په دويم پړاو خبرو کې به د طالبانو ستونزې او غوښتنې به لېست کېږي او ورته به د حل په لارو چارو خبرې وشي.
اشرف غني هيله وښوده چې دا خبرې په افغانستان او سيمه کې د تلپاتې سولې لاامل وګرځي.
هغه يو ځل بيا وويل چې جنګ په افغانانو تپل شوی دی او هېڅ افغان دا نه غواړي چې د دوی په هېواد کې يوه دقیقه هم جنګ وشي.
ولسمشر محمداشرف غني زياته کړه د انسانانو تر منځ هېڅ داسې ستونزه نشته چې د خبرو له لارې حل نه شي، په همدې اساس يې په ديني عالمانو، بانفوذه شخصيتونو، مدني ټولنو، رسنيو او ځوانانو غږ وکړ چې د سولې د تامين لپاره دې په يوه غږ له دولت سره کار وکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.